جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د غربي ډيموکراسۍ د حاکميت له امله اسلامي سيمې له لاسه ورکوو!!

محمود نشرونکی: محمود
اگست 6, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
157
ځلې شریک شوی
156
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

غورځنګ

له کومه وخته چې پر مسلمانانو باندې اسلامي نظامونه د غربيانو د دمختلفو دسائسو او توطئو له امله له منځه تللي دي نو له هماغه وخته مو مختلفې هغه سيمې چې مسلمانانو پرې په سوونو کاله حکومتونه کړي دي؛ له لاسه ورکړي دي، چې د هغو له جملې څخه يې يوه داندلس يا اوسنۍ هسپانيې سيمه ده چې دغه سيمه د موسی بن نصير او ستر فاتح طارق بن زياد بربري له لوري فتح شو او د دې سیمې د فتحه کېدلو پر مهال اموي خليفه وليد بن عبدالمک پر تخت ناست وو.

کله چې له اووه زره لښکر سره طارق بن زياد دغې سیمې ته ننوت او په فاتحانه انداز يې دغه ټوله سيمه د فرانسې تر سرحداتو پورې ونيوله نو دلته يې اسلامي نظام حاکم کړ او الهي قوانین په بشپړ ډول په دغه سیمه نافذ او پلي کړل، خو تقريباً سوونه کاله وروسته کله چې په دغه سيمه کې خپل منځي اختلافات ختم شول او د ترقۍ او پرمختګ په نامه پکې ځينې نادودې پيل شوې، دغه شان د جهاد د ممانعت او د دې لپاره چې د دغسې د مسلمانانو نسل له جهاد څخه لرې واقع شي؛ دغه ډول افواهات پکې خپاره شول چې ګواکې اوس د قلم دور دی او د ټوپک او تورې دور له منځه تللی دی او کله به چې په دغن سيمه باندې د فرديناند په نامه عيسوي واکمن حملې کولې نو د دې پر ځای چې مسلمانان د دغه ظالم پر وړاندې جهاد وکړي، بلکې په خپل منځي اختلافاتو کې غرق او پرق وو.

نو له همدې امله د ابوعبدالله او ابو داود په نامه سترو خائنينو دغه سيمه داسې له لاسه ورکړه چې دوی ته فرديناند منلې وه چې ګنې د اندلس واکمني به له دوی سره وي خو عيسويان يوازې له دې امله پر دغه سيمه باندې بريد کوي چې دلته په اصطلاح ترهګريز فعالیتونه شتون لري او بايد له منځه ولاړ شي.

لنډه دا چې په ټوله اسلامي نړۍ کې مو د اوسنيو پرمختللو ټيکنالوژيو هغه بنسټيزه سيمه له لاسه ورکړه.

همدارنګه هغه سيمې چې منځنۍ اسيا ورته ورته ويل کېږي او پخوانيو تاریخونو ماوراء النهر سیمه نومولې ده چې د سيحون او جيجون تر منځ پرته سیمه ده، نوموړې سیمې هم چې په راورسته وختونو کې تر ډېرې مودې د عثماني خلافت تر بيرغ لاندې وه، خو روسانو چې کله غوښتل چې دغه سيمې تر خپلې ولکې لاندې راولي نو لومړی ځل يې دغه سيمه خانانو او ملکانو ته وسپارله او پر دغه سیمه يې د عثماني خلافت د حاکميت له ختمېدلو وروسته په ملوک الطوائفي او سیمه ييزو واکمنيو ووېشله، چې وروسته روسانو پرې راودانګل او د لېنن او ستالين نظريات يې په جبري توګه پرې تحميل کړل.

له دې وروسته کله چې د ماوراء النهر سیمې د روسانو له لوري له منځه ولاړې نو خبره د شرقي ترکستان يعنې د چين د اوسني سينګيانګ ايالت شوه، چې هغه خو دا دی تر اوسه پرې خورا ظلم او وحشت روان دی او ان د چين د کمونست حکومت له لوري د دغو مسلمانانو په ډله ييزو ګرځېدلو باندې هم بنديز لګېدلی دی.

دغه رنګه په عربو کې د جمهوري نظامونو رامنځته کول  د دې باعث او لامل شول چې د فلسطين په څېر د مسلمانانو تاريخي، ميراثي او د ناموس په څېر خاوره نړيوالو يهودو ونيوله او په داسې حال کې چې ټول عرب په دغه وخت کې په عياشيو او فحاشيو کې ډوب پراته دي.

نو د پوهانو او روڼ اندانو په اند دغه ډول او دې ته ورته ټولې ناخوالې پر اسلامي نړۍ د غربي ډيموکراسۍ د حاکميت ثمره ده او مسلمانان هم بيا دغې ډيموکراسۍ ته په پوره خلوص او وفادارۍ سره کار کوی.

اوس چې دوه ورځې وړاندې هندي حکومت اعلان کړی چې د کشمير اوسنۍ نسبي ازادي له منځه وړي او له دې وروسته به نېغ په نېغه له هند څخه اداره کېږي، نو که ځير شو چې دا ولې له کشمير سره داسې ناځواني کېږي، نو دې نتيجې ته به ورسېږو چې د پاکستان حکومت هغه خلک د ترهګرو او دهشت ګردو په نامه باندې نيسي او بيا يې زندانونو ته وړي کوم خلک چې هندوان يا هندي حکومت دې ته نه پرېږدي چې په کشمير کې دې پر مسلمانانو  باندې ظلمونه وکړي او وخت پر وخت به يې د کشمير د مسلمانانو شديد انتقام له هندي پوځيانو څخه اخيست، خو کله چې هندي حکومت د دغو خلکو پر وړاندې د سخت دريزۍ تورونه ولګول او امريکا ته يې خبر ورکړ نو امريکايانو د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړ او پاکستان د حاکمې ډيموکراسۍ د زور له امله هماغه مطلوب خلک ورته ونيول او اوس دا دی هندي حکومت ډاډه شو چې راځه اوس ميدان خالي دی نو ځکه يې داسې اعلان وکړ.

د دې ټولو ناخوالو په ليدلو سره کله کله سړی دې ته اړ شي چې ووايي چې کاش د خلافتونو پر وخت مو ژوند کولی چې دغه ډول ناخوالې خو مو نه وای ليدلې، او يا مو هم د غزنوي او ابدالي په وخت کې ژوند کولی چې هندوانو ته مو اسلام ښودلی نه دا چې اوس هندوان پر مسلمانانو باندې ظلم او ستم تر سره کوي.

نو په پای کې د پښتو ژبې يو پُر معنا متل دی چې د خپل کلي زمري مه وژنه، چې د بل کلي سپي به دې وخوري.

نو پر مسلمانانو باندې په نن سبا کې دغه متل ښه تطبيقېږي.

لوی ټکي: اسلامحاکميتخلافتکشمير
مخکینې مطلب

اسوشیټیډ پریس: د طالبانو او امریکایانو ترمنځ په دوو خبرو موافقه راغلې

بل مطلب

دطالبانو له ګواښ وروسته؛ ارګ اوټاکنو کمیسیون پر خپل وخت د ټاکنو له ترسره کېدو خبر ورکړی

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com