معتبرې سرچینې: طالب او امریکایي ټیمونه یوې تاریخي هوکړې ته نږدې شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۲۰ زمری ، ۱۳۹۸ل)
د قطر له پلازمېنې دوحې څخه معتبرې سرچینې وایي، چې دامریکایي اوطالب پلاوي مذاکرات ښه روان دي، اوژر به دیوې تاریخي پریکړې په لاسلیک پای ته ورسیږي.
سرچینه کاږي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې روانې خبرې لا ګړندۍ شوي او دواړه خواوې هڅه کوي چې د روغې جوړې دې تاریخي هوکړې ته ژر ورسېږي.
ډېر اټل کېږي چې، د خبرو په روان اتم پړاو کې د دواړو خواوو مرکچیان د سولې پر یوه تړون سره سلا شي او ښایي په را روانو څو ورځو کې لاسلیک هم شي.
په کېدونکي تړون کې به له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو په ټولیزې وتنې او د طالبانو دا ژمنتیا راځي چې افغانستان به بیا ګاونډیانو ته سرخوږی نه جوړوي.
امریکايي چارواکي او طالب استازي وايي په دې ستونزمنو خبرو کې ټولې مطرح مسلې هوارې شوي دي، خو آن ډیر واړه موضوعات هم وخت اخلي ځکه دا ډیر پيچلی او جنجالي جوړ جاړی دی.
ځینې دولتي چارواکي پر امریکا تور لګوي چې دوی له طالبانو سره په مېدان پریږدي او خپله پښې سپکوي.د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تکرار او په ډاګه ویلي که په افغانستان کې دیره خپل ټول ۱۴۰۰۰ سرتیري ونه باسي نو د راتلونکي کال ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې ددې سرتیرو اکثره برخو خو یې خامخا بیرته خپل هېواد ته ستنوي.
خوطالبان راتلونکی نظام دټولو افغانانو ګډ کور بولي، اوډاډ ورکوي چې دوی له هیڅ داخلي لوري سره دبهرنیانو تر وتلو وروسته مشکل نلري، اوهر هغه جهت به وځپي چې دطالبانو داسلامي تګلارې پر وړاندې مشکلات جوړوي.



