خلیلزاد: هیلمن یم چې د افغانستان به په جنګ کې دا وروستی اختر وي

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۲۰زمری، ۱۳۹۸)
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد هیله څرګنده کړې چې دا اختر به د جنګ وروستی اختر وي.
خلیلزاد په یوه تازه ټویټ کې د اختر مبارکي ترڅنګ د افغان سولې په اړه خوشبیني ښودلې او له ټویټه یې داسې ښکاري چې امریکا او طالبان موافقې ته سره رسیدلي دي.
خلیلزاد لیکلي: ” اختر مو مبارک شه. زه هیلمن یم چې دا به د افغانستان د جنګ وروستی اختر وي، زه پوهېږم چې افغانان د سولې تږي دي، موږ له هغوی سره ولاړ یو او د یوې باعزته او دائمي د سولي د موافقې لپاره سخت کوښښ کوو، او د یوه داسي مستقل افغانستان لپاره هڅه کوو چې د هیچا لپاره تهدید نه وي”
خلیلزاد دا ټویټ په داسې حال کې کوي چې د ده او طالبانو مذاکراتي ټیمونه تیره شپه هم تر ناوخته پورې د خبرو پر میز سره ناست ول او ویل کیدل چې نن د اختر په لومړۍ ورځ به هم دواړه خواوې خبرو ته سره حاضرې شي خو تر اوسه په دې اړه تازه معلومات نشته.
داسې ښکاري چې طالبان او امریکایان موافقې ته سره رسیدلي او د اختر په درېیمه یا څلورمه به په شوې هوکړه او متن لاسلیکونه وکړي.



