اکبرآغا: دولت دې هم دبندیانو خلاصون کې دطالبانو په څېر عمل وکړي

کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۲۰ زمری ، ۱۳۹۸ل)

د افغانستان دخلاصون لارې شورا دطالبانو وروستی اقدام ستایلی او زیاته کړې یې ده چې

حکومت دې هم د طالبانو په شان په اختر کې بنديان ازاد کړي.

د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا د طالبانو له خوا د اختر په مناسبت د بنديانو د خلاصون هرکلی کړی او پر حکومت يې هم غږ کړی چې د حسن نيت په موخه طالب بنديان ازاد کړي.

دې شورا چې مشري يې پخوانی طالب چارواکی اکبر اغا کوي په یوه خبر پاڼه کې ويلي: (( د بنديانو خلاصون د طالبانو د حسن نيت او د روغې جوړې اړوند نيک اقدام څرګندوى دی.

او موږ د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا له حکومت نه په جدي توګه غوښتنه کوو ترڅو د بنديانو په خوشي کولو کې د طالبانو په څير عمل وکړي،  ترڅو د ملت په وړاندې يې ښه نيت ښکاره او دسولې لپاره زمينه. مساعده کړې وي. ))

د يادونې وړ ده چې طالبانو د اختر په مناسبت ۷۶ بنديان ازاد کړي دي، تردې وړاندې دکوچني اختر په مناسبت هم وسلوالو طالبانو دخپل امیر دفرمان په اساس لسګونه بندیان ازاد کړي وو.

مربوطه مطالب

Back to top button