دجرمني خبري اژانس: امریکا په عاجله توګه له افغانستانه دخپلو سرتېرو پر کمولو غور کوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۲۴ زمری ، ۱۳۹۸ل)

د جرمني خبري اژانس خبر ورکړی چې د امریکا حکومت په عاجله توګه له افغانستانه د خپلو پوځیانو او ډیپلوماټانو پر کمولو غور کوي.

راپور کې راغلي، د ټرمپ اداره پر دې غور کوي چې پلانونو ته له پاملرنې پرته په افغانستان کې د خپلو پوځیانو او ډپلوماټانو شمېر کم کړي.

راپور کې د شنونکو له قوله ویل شوي چې ګویا د ټرمپ دا پرېکړه به هغه پرمختګونه چې د بشري حقونو د ودې او پراختیا په برخه کې شوي دي له ګواښ سره مخامخ کړي.

د شنونکو په باور دا مسئله ښایي په افغانستان کې د امریکا او د مرستو پر چارو هم اغېز وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا د اختر په مناسبت پر خپل ټویټر له جزیاتو پرته لیکلي وو چې دا به په تاوتریخوالي کې د افغانانو وروستی اختر وي.

نړۍ والې رسنۍ هم خبر ورکوي چې ډېر ژر به امریکا اوطالبان دیوې توافق نامې په لاسلیک سره اتلس کلنې جګړې ته دپای ټکی کېږدي، خوددې تاریخي توافق مشخصه نیټه نه ده ښودل شوې.

مربوطه مطالب

Back to top button