طالبان د سولې په لومو کې!!

لیکوال: امین وردګ
که څه هم چې غربیان) له افغان طالبانو سره( په تېره آتلس کلنه جګړه کې ستړي او مات شول؛ چې سولې ته یې غاړه کېښوده او اعتراف کوي؛چې جګړه یې بایللې ده؛ خو دوی دا نه غواړي تر څو) د روسانو په توګه( سپېره غوږونه او مړې سترګې له افغانستانه ووځي او یا و ایستل شي.
دوی د جګړې په پیل)۲۰۰۱ م کال( کې د طالبانو په هکله سطحي فکر کولو، خو کله یې چې د هغوی مقاومت او وحدت ولید؛ نو یې د دغه قشر د پېژندلو هڅې ګړندۍ کړې او د دوی په هکله مطالعه یې یو جدي امر وګاڼه؛ تر دې چې د طالبانو د قوت درۍ)۳( اساسي توکي یې وموندل او هغه دا دي:
۱- ایماني جذبه.
۲- ټینګ ولسي ملاتړ.
۳-پیاوړی جهادي موقف.
دا دری هغه بنیادي لاملونه دي چې طالبان یې داسې یوه منزل ته و رسوول؛ چې د نړۍ په تاریخ کې یې ساری نشته او هغه دا چې نږدې ټولې غربي نړۍ ته یې په تش لاس ماتې ورکړه!
پوره اتلس کلونه د غرب له داسې پرمخ تللې تکنالوژۍ سره وجنګېدل؛ چې په نن عصر کې بېلګه او بدیل نه لري.
په هر صورت…کله چې غربیانو دغه درۍ عوامل و پېژندل، نو په ډېرې بېړې سره لاس په کار شول، تر څو دا دری شیان هم له طالبانو واخلي.
د لومړي لامل) ایماني جذبې( لپاره یې په ټول افغانستان کې هڅه پیل کړه، تر څو داسې ملایان کرایه کړي)) چې وجدان او ضمیر و نه لري(( او په پوره سپینسترګۍ سره قرآني نصوص او نبوي احادیث تحریف او واړولای شي. دا کار یې وکړ؛ سرمشر مفتي) سیاف( ورپسې کشاف او امثال یې… رام کړل، ورو – ورو دا لړۍ ګرمه شوه، تر دې چې نږدې ټول جهادي رهبران یې د دغه کار لپاره تر خپلو ایمانونو تېر کړلای شول، بیا نو دومره پسې ډېر شول چې)) خان امیر(( غوندې به ډېرو له نبوي ممبر څخه د طالبانو خلاف جګړه مقدس جهاد بللو او د اردو ځوانان به یې ودغه جهاد)؟!( ته جذبوول.
خو دې طرحې هم سمه نتیجه ورنکړه! طالبان به ورځ تر بلې پیاوړي کېدل.
په دویم قدم کې یې د ولسي ملاتړ په پرې کولو کار پیل کړ) که څه هم چې دغه ټکي ته په لومړي سر کې هم ددوی پام ؤ، مګر دا ځل ملاتړ بیا بېل رنګ لرلو( ټولې رسنۍ یې کرایه کړې او همغه کرایه کړي ملایان یې ورته کېنول لکه ملا ریحان او امثال… یې! هغوی ته یې دستور ورکړ چې: هر څومره دروغ مو زده وي په طالبانو پسې یې جوړوئ!
هغوی نو ورته کش شول؛ که به هر چا…؟ د پردې تر شا کومه بدکاري وکړه، هم به یې په طالبانو ور تپله؛ خو دا کار هم ناکام شو او ددې جوګه نشو چې د طالبانو موقف ضعیف کړای شی.
لنډه یې دا: امریکایان وپوهېدل چې که تر ټولو مخکې مو د افغان طالبانو موقف ضعیف کړی وای؛ نو به دا جګړه دومره نه اوږدېدله! بیا نو له ډېرو سلا مشورو وروسته په دې باندې متفق شول چې تر څو له طالبانو څخه دغه پیاوړی )مقدس جهادي( موقف وانخلو؛ نه به یې ایماني جذبه ختمه کړلای شو او نه به هم ولسي ملاتړ ترېنه پرې کړو؛ خو ویې ویل چې)) دا کار څنګه شونی دی؟((
دا یوه پېچلې پوښتنه وه!
تر دې چې ځواب یې پیدا شو او هغه دا چې باید له طالبانو سره سوله وشي.
ښه نو په سولې سره به څنګه د هغوی موقف ضعیف او یا له منځه یوړل شي؟
دا یوه بله مغلقه پوښتنه وه!
خو زما)لیکوال( په آند!
امریکایان دومره په آسانۍ سره ماتې نشي زغملای او نه یې منلای شي.
هغوی دا ځل د نرمۍ په دام کې د سولې په نوم لومې ځای پر ځای کړې!!!
د سولې دوه لوی شرطونه مطرح شوي؛ چې یو یې د خارجي قوتونو د وتلو مهالوېش او بل یې د امریکا لپاره امنیتي ډاډ او تضمین دي.
که څه هم چې د وتلو مهالوېش ظاهراً د طالبانو د بریا ښکارندویي کوي؛ د دوی او ټولو افغانانو په ګټه دی.
دویم یې بیا د امریکایانو لپاره سکون زیږوي؛ مګر زه وایم چې نه! په دواړو کې ګټه د امریکا ډېره ده!!!
د مهالوېش په موده کې به امریکایان دومره پرمختګ وکړي چې نفعه به یې د تېرو آتلسو کلونو په پرتله دوه برابره وي.
امریکایان به د مهالوېش له آرامې فضا)اوربند( څخه پوره ګټه واخلي.
ظاهراً به ځانونو له جګړې شاته کړي، مګر د پردې تر شا به هم داعش تقویه کړي، هم به د کابل حاکمې ادارې ته نظامي، مالي او لوجستیکي مرستې و رسوي، هم به د فاطمیونو ډلګۍ په شا وټپوي چې په دې توګه به په افغانستان کې خپلمنځي جګړو ته سم پوکی ورکړي.
دا هم کېدای شي چې )په پټه( له ځینو طالبانو سره هم مرستې وکړي تر څو د جګړې لمنه ارته شي، لوګي او لمبې د آسمان لوري ته ښه لوړ وخیژي.
مانا: کله چې دوی) د سولې په نوم( ظاهراً له جګړې شاته شول، نو به هغه خپل هدف ته هم ورنږدې شي؛ چې د اسلامي امارت د مقدس موقف تضعیفول دي.
دا وخت به دقیق همغه وي چې اسلامي امارت ته به افغانان خپلې ځیګر ټوټې… نورې نه سپاري!
ډېری خلک به دا دلیل ونیسي چې ګواکي اوس خو جګړه له امریکایانو او د هغوی له نورو… کفري یرغلګرو متحدینو سره نه – بلکې له افغان مسلمانانو سره شوه، نو دا خپلمنځي اقتداري جګړه ده – نه مقدس جهاد! موږ یې نه کوو او نه یې منو.
کله چې خبره تر دغه ځایه ورسېده، نو ایله- بیله به امریکایان د خوښۍ ساګانې کش کړي، زړونه به یې ټوپونه و وهي او سترګې به یې د خوښیو اوښکې تویې کړي؛ ځانونه به فاتحان وشمېري او اسلامي امارت مات.
دا ټیک همغه نکته ده چې امریکایانو ټارګېټ کړې.
دا وخت به د طالبانو موقف دومره ضعیف شي چې نور به نو د هر طالب مشر څهره خړه – پړه ښکاري او د مایوسۍ کردونه به یې په مخونو باندې له ورایه معلومیږي.
بالعکس! امریکایانو به غاړې هسکې نیولې وي او ځانونه به فاتحان اعلان کړي.
که چېرې)) الله مکړه(( داسې وخت راغی نو لیرې نه ده چې د ځینو طالب مشرانو په شمول به ډېر… خلک د غرب لمنې ته) د عذر په توګه( لاسونه اوږده کړي او ورته وبه وایي چې)) راشئ زموږ جوړه را وکړئ((
زما هدف له دغې لیکنې څخه د افغان مجاهدینو او مبارزینو هیښول او خبرول دي) له ناګوارو حوادثو څخه)
دښمن مو مکار، ظالم، بې رحمه او کلک متکبر دی؛ قسم اخلم چې په هر ډول یې لاس ورسیږي؛ صرفه نه راباندې کوي او نه یې ماتې په ځانونو لوه داره ده.
زما په افغان مجاهد ولس باندې کلک یقین دی چې هیښ، با تدبیره، با علمه، هوښیار او ځیرک خلک یې مشران کړي او ان شاءالله چې ښکېلاک ته به ددې فرصت ورنکړي چې په بدل کې یې خپل مقدس جهادي موقف وبایلي؛ خو بیا هم! ما خپل زهني تزلزل او تشویش له مجاهد ولس سره شریک کړ، تمه لرم چې هر څه به له پوره انساني غور او الهي نصرت سره ترسره شي
خدایه پاکه ! سمه سوله مو نصیب کړه.



