په فارس خلیج کې د امنیت د ټینګښت په اړه د ایران او امریکا ناندرۍ

کابل ټکی کام( پنجشنبه ۲۴زمری، ۱۳۹۸)

په فارس خلیج کې د امنیت ټینګښت، د ایران او امریکا ترمنځ د ناندریو او جنجال یو نوی پړاو دی.

امریکا په هرمز تنګي کې په خپله مشرۍ یو نړیوال پوځي ائیتلاف د دې لپاره رامنځته کوي ترڅو په سیمه کې د تیلو د بیړیو امنیت تضمین کړي.

ایران دې کار سخت په غصه کړی او ولسمشر حسن روحاني ویلي چې دوی د فارس خلیج د امنیت لپاره هېڅ کوم پوځ ته اړتیا نه لري.

“د فارس خلیج، هرمز تنګي او د عمان خلیج د اوبو امنیت لپاره بهرنیو ځواکونو ته اړتیا نه لیدل کیږي”

امریکا او نور متحدین یې دا ګام وروسته له هغه پورته کوي چې ایران او برېتانیا دواړو د یوه او بل د تیلو بیړۍ نیولي دي.

د امریکا د دې اقدام وروسته د ایران پوځ دا خبرداری هم ورکړی چې په هرمز تنګي کې به دوی اسرائیلي بیړۍ پرینږدي.

د ایراني پوځ مرستیال حبیب زاده ویلي، که په کومه بیړۍ د اسرائیلو بیرغ رپیده او د دوی تر واک لاندې سیمې ته دننه شوه نو په ټکو یې سالمه به رانه ولاړه نه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button