آصف غفور: دهند هر ډول تېري ته به بالمثل ځواب ووایو
کابل ټکی کام (شنبه ، ۲۶ زمری ، ۱۳۹۸ل)
وروسته له هغې چې هند اوپاکستان دکشمیر په قضیه کې یو بل ته ګواښونه وکړل، پاکستان خبرداری ورکړی دی چې هند هر وخت کولی شي تېری وکړي خو دا هېواد به یې هر ډول تېري ته بالمثل ځواب ووایي.
د پاکستاني پوځ ویاند اصف غفور ویلي، پاکستان د هند له هر ډول تېري څخه نړیواله ټولنه خبروي او په خبره یې قوم هم پوره چمتووالی لري څو د هند د شومو موخو پر وړاندې کلک ودرېږي.
په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، د کشمیر په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د پاکستان ستره لاسته راوړنه ده او هند یې حیران کړی دی.
قریشي ویلي، هند د دې غونډې د مخنیوي ډېرې هڅې کړې دي خو اوس لا وخت نه دی چې د هند د دې هڅو جزیات له رسنیو سره شریک کړي.
نوموړي زیاته کړې دا د پاکستان لپاره له لاسته راوړنو څخه ډکه غونډه وه ځکه چې د کشمیر په اړه پکې د ملګرو ملتونو د قراردادونو یادونه هم شوې ده.
پاکستان او هند دتېر په څېر یو ځل بیا پخپلو کې یو بل ته ګوته په ماشه دي، دا دواړه هېوادونه دخپلمنځي جګړو سابقه لري، وروستی کړکېچ دکشمیر پر سر رامنځته شو چې ددواړو ممالکو اړیکې یې ترینګلې کړې.



