غزل/دغزال ترجماني

شیخه ته چې کړې دخال ترجماني
څوک به وکړي د وبال ترجماني
په تاشک لرم د وخت ابن صیاده
بس کټ مټ کړې ددجال ترجماني
له هربیت نه دې دابوی خیږي شاعره
کړي چې ستا دانتحال ترجماني
دې سرزورې خودغرضه دنیاګۍ ته
موږ ښودلې د زوال ترجماني
کمال نغښتی دطالب الهام هنرکې
کړي غزل یې دغزال ترجماني



