کابل ټکی کام( سه شنبه، ۲۹زمری، ۱۳۹۸)
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خپل نوی سفر پیل کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خلیلزاد د سفر په اړه ویلي چې نوموړی به لومړی کابل ته ولاړ شي او هلته به له افغان سیاسیونو سره وګوري.
خلیلزاد ښایي له کابله وروسته سمدستي د قطر دوحې ته ولاړ شي او هلته له طالبانو سره د نهم پړاو خبرو پیل وکړي.
خلیلزاد خپل نهم سفر په داسې حال کې پیل کړی چې نوموړي په سينه ماڼۍ کې له ډونالډ ټرمپ سره تر اتم پړاو مذاکراتو وروسته یو مجلس درلود.
تر اوسه لا نه ده مالومه چې خلیلزاد به قطر ته څه وخت ولاړ شي خو طالب سرچینو تر دې وړاندې ویلي وو چې په نږدې ورځو کې به له امریکایي لوري سره نهم پړاو مذاکرات پیل شي.
ویل کیدل چې دا پړاو مذاکرات به وروستي شي خو د ځینو راپورونو پر اساس او حالاتو ته په کتو داسې بریښي چې خبرې ممکن بل پړاو ته هم ولاړې شي.
















