سهيل شاهين: زمونږ پاليسي د افغانستان اشغال پای ته رسول دي؛ که امريکا يې ونه مني جګړه به دوام لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۳۰)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون يو ځل بيا وويل، چې له افغانستانه به امریکايي ځواکونه اوباسي خو زیاته يې کړه چې هلته به يه استخباراتي ډله یا ځواک ولري چې د طالبانو د قطر د سياسي دفتر ویاند سهيل شاهين ورته غبرګون ښودلی.
ډونالډ ټرمپ، افغانستان ته د ترورزيم لپاره د هاروارډ پوهنتون لقب ورکړی په وينا يې ځکه هلته د يوه ځواک د پاتې کيدلو اړتيا ده.
ټرمپ وايي، په افغانستان کې جګړه نه کوي او ځواکونه به يې يوازې د پوليسو په څير دنده اجراء کوي.
هغه ويلي، په نړۍ کې پر هیچا باور نه دی پکار او طالبان هم نه غواړي چې نور تلفات وکړي او جګړه مخته یوسي خو په غبرګون کې يې د طالبانو د قطر د سياسي دفتر ویاند سهيل شاهين وايي، که ټول امریکايي عسکر له افغانستانه ونه وځي دوی به جګړې ته دوام ورکړي.
ښاغلي شاهين له اريانانیوز سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، چې پاليسي يې څرګنده ده چې د افغانستان اشغال پای ته رسول دي په وينا يې (که چيرې امريکا زمونږ لاره او پاليسي ونه مني، جګړه به دوام ومومي).
شاهين دغه راز ويلي، که امریکا د سولې د اته پړاوه مذاکراتو کې شوو خبرو باندې وفا ونه کړي نو هم مذاکرات بيرته لومړي حالت ته ګرځيدلی شي.



