طالبان: نن له غرمې وروسته مو امریکایي ټیم سره نهم پړاو مذاکرات پیل کړل

کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۳۱ زمری ، ۱۳۹۸ل)
امریکا او طالبانو تر ټولو مهم پړاو مذاکرات نن له غرمې وروسته دقطرپه پلازمینه دوحه کې پیل کړل.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددې خبر پخلی کړی او په خپل ټوېټر پاڼه یې لیکلي چې دې پړاو کې دامریکا لوړپوړي نظامي چارواکي هم ګډون لري.
طالب ویاند زیاتوي، په دې مذاکراتو کې دامریکایي ټیم مشري زلمی خلیلزاد او د اسلامي امارت دمذاکراتي ټیم مشري محترم شیرمحمد عباس ستانکزي صاحب کوي.
مجاهد دامریکایي نظامي چارواکو له جملې څخه دافغانستان لپاره دامریکایي قواوو دقومندان جنرال سکاټ مېلر یادؤنه کړې چې دې پړاو مذاکراتو کې شرکت لري.
یاده دې وي چې داپړاو مذاکرات مهم او برخلیک ټاکونکي بلل کیږي، خو بعضو سرچینو خبر ورکړی چې لاهم اختلافي موضوعات شته چې وخت ته اړتیا لري.



