هندي کشمير کې د پوليسو او لاريونوالو تر منځ نښتې شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲)

د هند تر واک لاندې کشمير کې د پوليسو او لاريونوالو تر منځ نښته کې ګڼ شمير لاريوونکي ټپيان شوي دي.

رويټرز خبري اژانس ليکي، دغه نښتې د کشمير په لوی ښار سري نګر کې شوي چې لاريون کوونکو پر پوليسو د ډبرو وارونه کړي او پوليسو يې په ځواب کې اوښکې بهوونکی ګاز او مرمۍ کارولي.

دغه راز د کشمير په مشهور سوراښار کې هم پرون د جمعې تر لمانځه وروسته لاریونوالو د پاکستان پر پلوۍ او د هندوستان مرده باد شعارونه ورکړي چې په ترڅ کې د  پوليسو او لاريونوالو نښته شوې ده.

په کشمير کې بيلتون غوښتونکو په لومړي ځل د لاريونونو پر مهال له هنده د بيلېدو شعارونه ورکړي.

له کله راهیسې چې هند کشمير ته ورکړل شوي ځانګړي اختيارات ختم کړي له هماغې راهيسې په کشمير کې د بیلتون غوښتونکو له خوا لاریونونه روان دي.

د هند تر واک لاندې کشمير ته هندوستان هر ډول مواصلات تړلي او رسنۍ وايي، چې شپږ لکه هندي پوځيان يې پکې ځای پر ځای کړي دي.

پرون د قتل عام د څار نړيوالې ادارې (جینوسايډواچ) په ملګرو ملتونو غږ کړی و چې کشمير کې دې د هندي ځواکونو له خوا د ممکنه قتل عام مخه ونيسي.

تر دې مخکې یادې ادارې په خپل راپور کې هندي ځواکونه په کشمير کې پر جنسي تيريو او د عام اولس سره پر زور زياتي تورن کړي و.

مربوطه مطالب

Back to top button