کندهار: ترافيکي پيښه کې شپږ تنه مړه شوي، دولس ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲)
د کندهار ولايت په میوند ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کيدو له کبله اتلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د ترافيک پوليسو معاون سردار محمد ناصري وايي، یو موټر چې د ګرشک ولسوالۍ څخه کندهار ته پر لاره و په ميودند ولسوالۍ کې چپه شوی دی.
د ناصري په وينا، په پيښه کې د درې ښځو په شمول شپږ تنه مړه شوي او دولس تنه نور ټپيان دي.
نوموړی وايي، پيښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
افغانستان کې ډيره کله ترافيکي پيښې د سړکونو د خرابوالي او د غير مسلکي موټروانانو د موټرچلوونې له کبله رامنځته کيږي چې خلک پکې ژوند له لاسه ورکوي.



