هرات: د فارسي ولسوال ووژل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲)

د هرات ولايت امنیتي مسؤولين وايي، چې طالبانو د فارسي ولسوالۍ ولسوال په یوه برید کې وژلی دی.

د دغه ولايت د  امنيې قومندانۍ ویاند عبدالأحد ولي زاده وايي، طالبانو تيره شپه په سيدا اباد کلي کې د فارسي ولسوالۍ د ولسوال پر کور برید کړی او د نوموړي په شمول د هغه زوی او یو ساتونکی وژل شوي دي.

د طالبانو ځايي سرچينې هم په دغه بريد کې د فارسي د ولسوال وژل تاييدوي خو تر اوسه يې په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

Back to top button