د يرغلګرو په لاسته راوړنو او د اشغال په محصولاتو فخر او ټينګار

انور میدانوال
اشرف غني وايي عمر مې پنځه اتيا کاله دی مرګ مې را نژدې شوی د سولې په حساب له جمهوريت څخه تېر نه يم.
اشرف غني چې له جمهوريته نه تېرېږي طالب، مجاهد، مسلمان به څنګه له اسلامي امارت څخه تېر شي.
چې اشرف غني د اشغال په محصولاتو ټينګار لري نو طالبان او مجاهدين به بيا ولې له دوه ځبر ځواکونو سره د جهادونو په محصولاتو ټينګار نه کوي.
وايي چې: ذاکرينو د جمعې په شپه په مسجد کې تر يوې بجې ذکر وکړ، اخير کې پير صاحب دعا وکړه، پير صاحب مخته شو او مريدان ورپسې له جوماته ووتل، په لاره تېرېدل چې د -رام رام – آوازونه یې تر غوږونو شول، پير صاحب ودرېد، مريدان هم ودرېدل چې ګوري هندو لګیا ده ډېر په شوق ذکر کوي، پير صاحب فکر مند شو مريدانو ته يې مخ ور واړاوه ورته یې وویل:
خال مې د کونډې په مخ وليد نجونې دې ورکې شي چې ډېر نه ږدي خالونه
مريدانو ته يې وويل دا هندو تر يوې بجې دا ده لګيا خپل ناتوانه بت يادوي، نو موږ بيا ولې ستړي شوو او د خپل حی او قيوم ذات عبادت مو بس کړ، ځئ چې بېرته وګرځو او تر سهاره ذکر وکړو، مريدانو ټولو په يوه آواز مننه وکړه او ټول په ګډه مسجد ته ولاړل او تر سهاره یې په شوق ذکر او عبادت وکړ.
چې اشرف غني د اشغال په محصول (د فساد په لعنت ککړ نظام ) دومره ټينګ دی تر څو امريکايان او خپل متبرعين خوښ وساتي، نو رښتينی مجاهد او متعهد مسلمان به په سوچه، له عدالت او وياړ څخه په ډک الهي نظام (اسلامي امارت) ولې ټينګ نه وي.
هغه نظام چې د دوه جهادونو، د لکونو شهيدانو، مېليونونو معيوبينو او په مجموع کې د ټولو اسارتونو، جراحتونو، هجرتونو او ټولو کړاوونو محصول او يوازينی هدف دی.
دې مؤمن ولس که دا ډول نظام منلی کوم چې ته ور باندې ټينګار لرې، نو بيا نه له روسانو سره جهاد او ډغرو وهلو ته اړتيا وه او نه هم له امريکايانو سره اتلس کاله دومره غورځو پرځو ته ضرورت پيدا کېده، بلکې د ملا محمد عمر رحمه الله له تخته ښکته کېدو او د طالبانو له واکه لرې کېدو ته هم هېڅ اړتيا نه پېښېده، په دې خبره پوهېدل په کار دي چې دا دومره جهادي قربانی او تکاليف د اسلامي عادلانه نظام د حاکميت لپاره دي، هېڅ طالب، مجاهد حتی يو عادي رښتينی مسلمان افغان هم هېڅکله دې فاسد او فرسوده نظام منلو ته تيار نه دی، بلکې د خپل ځان او هېواد لپاره دا ډول يو نظام ستر عار ګڼي.
دا دومره عظيمې قربانی د هغه نظام د قيام لپاره دي چې د دنيا و آخرت هر ډول صلاح او فلاح په کې نغښتې دی.
هغه نظام چې په دنيا کې مو د سرونو، مالونو، عزت، عقلي او بدني روغتيا ، ملي تشخص او هر اړخيز امن د تحفظ ضامن دی او د قيام او ټينګښت لپاره يې هلې ځلي او قرباني په آخرت کې د رب کائنات په حضور کې يو مؤثق سند دی، چې الله جل جلاله کله پوښتنه وکړي، دنيا کې دې څه وکړل؟ نو ان شاء الله چې مجاهد به په هسکه غاړه عرض وکړي چې يا الله! خپله ځواني او عمر مې د انسانيت د فلاح او خير غوښتنې په مقصد ستا د دين او احکامو د حاکميت په لاره کې تېره کړه، ستا د مرضی د ټولو لارو د تعقيب په ترڅ کې مې يو مهم هدف دا وه چې شر، فساد او کفر ورک شي او ستا بندګان د عادل نظام د رحمت تر سيوري لاندې له هوسا ژوند څخه برخمن وي.
اشرف غني دې په دې پوه وي چې ډېرو غلام صفته، پردي پالو شاه شجاع ګانو دا ډول خيالونه او ارمانونه له ځانه سره ګور ته وړي دي، د روسانو ګوډاګي ډاکتر نجيب د انجام صحنې شايد ستا په ياد وي.



