سهيل شاهين: تمه ده دوو ورځو کې د قطر خبرې نهايي شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲)

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ويلي، چې ډير ژر به له امريکا سره د طالبانو خبرې نهايي او پر پاتې مسائلو هم موافقه وشي.

ښاغلي شاهين، د امریکا غږ خبريال ایوب خاورين ته دغه څرګندونې کړي په وينا يې تمه ده چې په یوې یا دوو ورځو کې دغه خبرې پای ته ورسيږي.

د شاهين په خبره، “په ډيری مسائلو او عملي ميکانيزمونو باندې موافقه شوې، یوازې څو مسائل لا پاتې دي”.

د امریکا او طالبانو تر منځ تر نهم پړاو مذاکراتو مخکې د طالبانو د مشر سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر او د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمی خليلزاد تر منځ غیر رسمي ليده کاته وشول او له هغې وروسته خبرې پيل شوې دي.

ځينو رسنيو په قطر مذاکراتو ته له نږدې سرچينو له قوله ليکلي، چې امريکا او طالبانو د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر مهالويش هوکړې ته رسيدلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button