امریکایان غواړي چې د طالبانو موقف ضعیف کړي

لیکوال: امین وردګ
که څه هم چې د طالبانو موقف ته ما په خپله مخکینۍ مقاله) طالبان د سولې په لومو کې( اشاره کړې وه خو دا ځل غواړم چې تفصیل وار یو څه پرې ولیکم.
تر طالبانو د هغوی موقف څو برابره قوي دی، ځکه خو یې دښمنان غواړي چې دغه مقدس موقف ترې سلب کړي.
په افغانستان کې روانه جګړه، که) د غرب له خوا( د هر هدف د پاره پیل شوې وي، خو با احساسه افغانان یې اشغال او عقیدوي تېری ګڼي او په وړاندې یې درېدل یوه ایماني او اسلامي وجیبه بولي ، ځکه خو ډېری طالب سرتیري په جګړو کې مصارف له خپلو جیبونو کوي.
طالب مخبران) پرته له مالي امتیازاتو څخه( خپلې دندې ښې او مخلصانه مخته وړي، حال دا چې امریکایان تر ټولو ډېرې پیسې په استخباراتو او جاسوسۍ لګوي.
افغان ځوانان) د طالبانو تر قوماندې لاندې( تر خپلو ځانونو باروت تاووي او بیا د غربیانو په مریو ورخیژي.
سوداګر او ناست خلک هم په پراخه پیمانه له اسلامي امارت سره) بلا عوضه( مرستې کوي او داسې نور…
دا ټول هغه ستر انعامات او امتیازات دي چې په جګړو کې هر-هر چا ته نه رسیږي ، مګر طالبان ترې برخمن دي.
دا نو ولې؟
دا ځکه چې موقف یې قوي دی او خلک) د مقدسې فریضې]جهاد [ له امله( هرڅه په دغې لاره کې لګوي.
نو ځکه خو اوس ټوله غربي نړۍ غواړي چې له طالبانو څخه لومړی دا قوي موقف واخلي او بیا یې وځپي.
موږ دا منو چې طالب مشران ځیرک او هوښیار خلک دي؛ هغوی کړاوونه لیدلي، نازونو او نخرو نه دي روزلي؛ بلکې سیلیو او توپانونه تر ساحله رسولي دي؛ خو بیا هم زما زړه بده ګواهي راکوي او وېرېږم چې)زیر کاسه نیم کاسه( را و نه وزي.
زه به تر هغې داخبره تکراراً د افغانانو تر غوږونو رسوم)ان شاءالله( چې تر څو مجاهد ملت تر خپل هدفه رسېدلی نه وي؛ چې هغه مکمله خپلواکي او د یوه سوچه اسلامي نظام حاکمیت دی.
کله کله خو دومره پریشان او سرسام شم چې له ځانه سره ووایم))امینه! غربي اشغالګر خو هېڅکله هم زموږ له خاورې نه وزي او نه زموږ هوسایي او آرامي غواړي! نو له دغې سولې یې هدف څه دی؟ کاش چې پرته له خبرو مو ایستلي وای((
پوهېږم چې امریکایان مات شوي دي، ځکه یې خبروته غاړه کېښوده، خو دا نه منم چې دوی دې همداسې وفادار ثابت شي لکه اوس چې د خبرو پر مېز خوږې-خوږې وعدې راکوي.
زما په سلو کې اتیا ) %( یقین دی چې سوله) د امریکایانو له خوا( داعش، فاطمیونو او…ته امتیاز ورکول او کمپین دي.
اې! باور وکړئ چې امریکایان به هېڅکله هم شرعي نظام ته زړه ښه نه کړي! مانا دا چې نه غواړي طالبان په هغه خپل اسلوب کې قدرت ته و رسیږي، بلکې په تعامُلي توګه یې په اوسنۍ اداره کې ورننه ایستل غواړي، چې دا کار بیا طالبان نه کوي او نه یې باید وکړي.
تاسو وګورئ! ورځ تر بلې داعش شهرت پيدا کوي او د پرمختګ په حال کې دی؛ علت یې همدا د سولې تودې مرکې دي چې پړاوونه یې ورځ په ورځ ډېريږي؛ کله ټرمپ باټه پکې وولي چې “لس میلیونه افغانان وژنم او جګړه ګټم” کله وایي عسکر کموم) هغه هم شرائطو ته په کتو سره( کله بیا وایي چې استخباراتي ډلګۍ به دلته) په افغانستان کې(خپل فعالیتونه کوي او داسې نور… نو دا هرڅه د اشغال په دوام باندې دال دي.
منم چې د افغانستان کشاله اوږده ده او جګړه یې هم پېچله بڼه لري؛ ځکه خو یې د پای ته رسوولو په اړه باید ژور فکر او ډېر احتیاط وشي چې دا دواړه وخت ګیر دي؛ خو زه د غربیانو او د هغوی په متحدینو شکمن یم؛ نیتونه او ارادې یې سمې نه راته ښکاري، ځکه خو وېرېږم چې زموږ افغان مبارزین په لومو کې راته و نه نښلوي.
سپین به درته ووایم! زما په فکر کې دغه لاندې بدمرغه شکونه کښته پورته کیږي او هغه دا دي:
امریکایان به دلته) یا زموږ خواو-شا( وي او مکمل هېڅکله هم نه وزي.
– داعش به) له طالبانو سره د غرب( تر هوکړې وروسته د افغانستان په پنځوس سلنه خاوره حاکمیت پیدا کړي.
– فاطمیون به د جګړې بل لوری وي چې له داعش سره به جنګیږي.
افغانستان به) لکه سوریه( د نړیوالو سړو جګړو او سیاسي رقابتونو ډګر وګرځي.
نو کله که)الله مکړه( داسې حالت رامنځته شو؛ طالب ځواک به دومره کمزوری شي چې په دیرشو کلونو کې به هم بیا خپل اوسنی موقف ترلاسه نه کړي؛ چې همدغه د غربي ښامار ستر هدف او آرمان هم دی.
هلته انتخابات را نږدې شوي!
اشرف غني به بیا هم د قدرت په ګدۍ ناست وي؛ طالبان به خبرې نه ورسره کوي او دی به یې حاکمیت او اصولي تعامل نه مني، له مجبوریت څخه به بیا لنډغر له ځان سره کړي او جګړه به توده شي.
امریکایان به په پټه کې هم کابل ادارې ته کمک ورکوي، هم داعش او هم ممکن! طالبانو ته؛ تر څو جګړه دوامداره او پېچلې وساتي.
پوهېږم چې زما دا تأسف باره نظریه به هېڅ لوري ته خوند ورنکړي او نه یې هم ماته راکوي؛ خو زه په کلکه له داسې حالت څخه وېره لرم او الله ته سوال هم کوم چې زما دا نظریه صادقه نه – بلکې کاذبه ثابته شي.
زه د جګړې په دوام نه یم خوښ او اختتام مې یې ستر د زړه آرمان دی، ځکه چې په جګړو کې پیدا شوی یم او په جګړو کې را لوی شوم، هیله لرم چې د ژوند پاتې برخه مې لږ په آرامه ساه واخلم.
د جګړې په دوام یوازې هغه خلک خوښ دي چې له برکته یې مالي امتیازات تر لاسه کوي او له سټوانو څخه یې خوراک روشونو، چوپان کبابونو، داشیانو او الکولي مشروباتو ته واوست.
هغه څوک دلته جګړه غواړي چې کورنۍ یې په امن ځایونو کې هوسا ژوندونه لري؛ موږ خو په کلیو او بانډو کې ژوند کوو او د جګړو اصلي قربانیان یادیږو؛ نو څرنګه به یې دوام ته خوشاله شو!
مګر هو! وینې مو چې تویې شوې باید سم رنګ راوړي نه دا چې وپلورل شي.
زه اوسني روېش ته د شک په سترګه ګورم او فکر کوم چې دغه روان حالت به جګړه لاپسې اوږده او پېچلې کړي؛ ځکه چې په ګړنګونو کې مزل مو)له امریکا سره( تر هوکړې وروسته پيليږي اوس خو یوه خوا عقیدوي دښمن دی، هلته به بیا د جګړې بڼه بل ډول وي، نن خو په خپل شهید افتخار کوو، مګر هغه مهال به بیا بل حال وي.
لنډه یې دا چې دښمن مو هم قوي او هم مکار دی، دلته د راتګ په نقشه یې نږدې شپېته کاله نظري او شل کاله حضوري کار کړی او بیا راغلی دی، چې دا دی نولس کاله یې جګړه راسره وکړه او ما په دوه زره څورلسم کال کې ویلي وو چې امریکایان به خامخا یو نسل)شل کاله( په افغانستان کې وي، چې دا د فرعون عادت ؤ او د هامان له نظریې څخه یې الهام اخیستی ؤ؛ ځکه چې په شلو کلونو کې نسل اوړي.
اې الله! نور مو ستا د قانون تر چتر لاندې آرام او آسوده کړه، زموږ ګناهونو ته مه ګوره، بلاعوضه خپل کرم راباندې واوروه.



