د ارګ او بهرنیو چارو وزارت ترمنځ راولاړ شوی اختلاف ختم شوی

کابل ټکی کام( شنبه، ۲وږی، ۱۳۹۸)
څو ورځې وړاندې د ارګ او د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ جنجال راپورته شوی وو چې اوس یې بیرته د ختمیدو خبر ورکړل شوی دی.
ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزارت لپاره ناهید ایثار د مالي او اداري فساد د مرستیالې په توګه مقرره کړې وه خو د صلاح الدین ربانې لخوا یې مخالفت وشو.
د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالانو په تالار کې د ناهید ایثار لپاره د معرفۍ مراسم او غونډه نیول شوې وه چې خو نوموړې له دروازې بیرته جواب شوې وه او مراسم همداسې پاته شول.
د راپورونو پر اساس چې په دې موضوع ارګ مشر او صلاح الدین ربانې خپله سره غږیدلې او ستونزه یې سره حل کړې ده.
د اجرائیه ریاست لخوا هم په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې شته خنډونه له منځه تللي او ناهید ایثار به دنده پیل کړي.
د اعلامیې له مخې چې ناهید ایثار به نن رسماً خپله دنده پیل کړي او په ټکو یې چې په وزارت کې شته ستونزو ته هم پاملرنه د دوی لومړیتوب دی.



