د ګډ حکومت مشر اشرف غني سعودي ته لاړ

کابل ټکی کام( شنبه، ۲وږی، ۱۳۹۸)

د ګډ حکومت لومړی مشر اشرف غني نن سعودي عربستان ته له ملګرو سره یوځای په رسمي سفر ولاړ.

له ارګه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې له ولسمشر غني سره په دې سفر کې حکومتي پلاوی هم د نوموړي په مشرۍ ملګرتیا کوي.

اشرف غني به هلته لومړی کعبې شریفې ته ولاړ شي او د عمرې مراسم به پرځای کړي.

نوموړی به د سعودي له پاچا سلمان بن عبدالعزیز او یو لړ نورو مشرانو سره هم وګوري.

اعلامیه لیکي: “همدا راز به جمهوررئیس غني سعودي عربستان ته د خپل سفر په لړکې د الحرمین الشریفین له خادم اعلیحضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز او د دغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره جلا جلا کتنې ولري.”

تر اوسه لا سمه نه ده معلومه چې سعودي عربستان ته د اشرف غني د سفر اصلی موخه څه ده خو داسې ښکاري چې د افغان سولې په اړه نوموړی سخت منزوي شوی او اوس غواړي چې د سعودي په توسط امریکا ته ځان ورنږدې کړي.

د ځینو راپورونو پر اساس چې امریکا له نوموړي سره سختې اړیکې خرابې کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button