کابل ټکی کام (شنبه ، ۲ وږی ، ۱۳۹۸ل)
دافغانستان داتلس کلن ناورین داختتام لپاره دنهم پړاو مذاکراتو په جریان کې یوځل بیا دټولې نړۍ هیلې را ژوندۍ شوي، اودې پړاو ته سترګې په لار دي چې دسولې زیري به راوړي.
تازه الجزیرې ته یوشمېرسرچینو چې نه غواړي نوم یې وښودل شي ویلي، طالبان اوامریکایان د اشغال د خاتمې لپاره پر ۱۴ میاشتومهالویش توافق ته رسیدلي دي.
الجزیرې دخپل راپور پر دوام زیاته کړې چې په دغه موده کې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وزي.
سرچینو داختلاف په اړه ویلي، فضا مثبته ده، یوازینی اختلاف دادی چې امریکايي ځواکونه به په دغه موده کې دافغان دولت مرسته کولای سي اوکنه؟
طالب او امریکایي لوري په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
پاکستان کې دطالبانو پخواني سفیر ملاعبدالسلام ضعیف هم دپرمختګ خبر ورکړی، اوزیاته کړې ده چې ممکن دوه ورځې وروسته ددې دواړو لوریو ترمنځ هوکړه لاسلیک شي.


















