رسول الله ص د زنکدن پر مهال څه وويل؟

څارنوال حشمت عبيدي

 لمونځ کوئ! لمونځ کوئ!

یعنې لمونځ هیڅ مه قضا کوئ او پوره  وخت او اهمیت ورکړئ.

ځکه چي لمونځ  دآخرت د کامیابئ اول سبب دی.

د خپلو مېرمنو په حــــق کې د اللهﷻ  څخه ووېرېږئ!

یعنې د ښځو سره ظلم او سختي مه کوئ!

د هغوی سره په ډېرې نرمۍ او مهربانۍ ژوند وکړئ!

ځکه چې دوی ستاسو په غاړه کې امانت دي

 او  د قیامت په ورځ به د دوی په حق کې حساب او ځواب ورکوئ!

آخِرُ وَصَايَا النَّبِيِّ ﷺ وَهُوَ يُنَازِعُ سَكْرَاتِ الْمَوْتِ قَوْلُهُ ﷺ الصَّلَاة الصَّلَاة ، اتَّقُواْ اللهَ فِيمَا مَلَكَتْ أَيْمانُكُمْ . ثُمَّ فَاضَتْ رُوحُه ﷺ

(صَحَّحَهُ شُعَيْب الأَرْنَؤُوط فِي الْمُسْنَد ، وَُ الْأَلْبَانِيُّ فِي الأَدَبِ الْمُفْرَد)

او ابو هریرةؓ  وايي،

رسول اللهﷺ فرمایلي:

هر څوک چې پخپل کور کې اودس وکړي او بيا د اللهﷻ د کور يعنې (مسجد) په طرف  روان شي، تر څو هلته د اللهﷻ د فرض څخه يوه فريضه اداء کړي، په يو قدم آخستلو يې  ګناه بخښي. او په بل قدم يې د نېکيو  درجې پورته کيږي.

(مسلم)

مربوطه مطالب

Back to top button