کابل ټکی کام (شنبه ، ۲ وږی ، ۱۳۹۸ل)
واشنګتن پوسټ ورځپاڼې په یوه خپره کړې مقاله کې لیکلي، طالبانو تغییر کړی، په عامه اړیکو کې ډېر ښه شوي، دوی په اسانۍ سره وکولای شول نړیوال وپوهوي.
په دې مقاله کې راغلي چې طالبانو د فېسبوک او ټوېټر په څېر له ټولنیزو شبکو په استفادې په افغانستان کې دننه او بهر خلکو ته خپلې نوې څېرې ښودلي، اوخلک یې له حقایقو خبر کړي.
دمقالې په دوام کې لولو چې لوېدیځې رسنۍ د ځوانو طالب جنګیالیو د کرکټ د لوبو کيسې کوي، اودافغانستان دملت دخوشحالۍ په پار ځینې نور په زړه پورې جشنونه جوړي.
خو د مقالې لیکوال په دې باور دی چې دا بدلون یوازې په عامه اړیکو کې ښکاره کېږي.
په دوام کې راغلي، امریکا د سولې داسې یوه هوکړه غواړي چې د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پرې پای ته ورسوي.
واشنګتن پوسټ وړاندې لیکلي، د طالبانو د ظاهري بدلون منل ښايي د سولې یوه تړون ته په رسېدو کې ګټور تمام شي.
خو د لیکوال باور دا دی چې دومره هم باید په ټولنیزو شبکو کې د طالبانو په فعالیتونو زړه ونه بایلو، ځکه ننني طالبان ښايي له مخکې ډېر ښه وپوهېږي چې څنګه ساده لوحه نړیوالو ته خپل پیغام ورسوي.
د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره نهم دور خبرې همدا اوونۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل کړي دي.
دواړه جهتین داهیله ښکاره کوي چې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې مخکې له طالبانو سره یوه هوکړه وشي.


















