د مذاکراتو په اړه د خليلزاد، ټرمپ او طالبانو متضاد ټويټونه او اعلاميې د څه له امله؟؟؟؟

غورځنګ

له کومه وخته چې د سولې په اړه په قطر کې مذاکرات پيل شوي دي ورسره سم د درېوو اړخونو تر منځ متضاد ټويټونه او اعلاميې هم پيل شوې دي، چې د دغو درېوو اړخونو څخه يو يې هم خليلزاد دی.

خليلزاد چې د له طالبانو سره د سولې او خبرو اترو له لارې د افغان کشالې د حل لپاره د امریکا له لوري ټاکل شوی دی او په افغان سوله کې مهم رول هم لوبوي، ډېره هڅه يې وکړه چې په خپلو متضادو او سختو ټويټونو او اعلاميو باندې طالبان وارخطا کړي او سوله د امريکايي بادارانو په خوښه پر مخ بوځي، خليلزاد چې ډېرې هڅې يې د خپل ځان د مشهورتيا او شهرت پر بنياد تر سره کولې خو په دغو هڅو کې يې غوښتل چې په هر صورت وي امريکا به پر طالب برلاسې ښيي خو خليلزاد په خپلو دې هڅو کې بريالی او کامياب نشو.

د درېوو مهمو اړخونو له جملې څخه يې بل اړخ امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ دی، چې  د نوموړي د ولسمشرۍ په دوره کې افغان سوله پيل شوه، که څه هم نوموړي امریکايي ولسمشر د واک ته رسېدلو په لومړي سر کې غوښتل چې د زور له لارې طالبان ووېروي او سوله پر خپلو امريکايي ګټو راوڅرخوي، خو چندان کامياب نشو بلکې د کاميابۍ کوم څرکونه يې چې په خپل ذهن کې ليدلي وو؛ هغه هم له منځه لاړل بلکې د هيلو پر ځای يې ناهيلي ډېره شوه، او بلآخره په ګډوډو سره شو اوس هم په يوه هلته يا هم په يوه ورځ کې هم د افغانستان د کشالې په باب مختلف او تر خپل منځ سره متضاد ټويټونه کوي، کله د عسکرو وېستل جدي مسئله بولي او کله بيا وايي چې نا! استخباراتي کړۍ به په سيمه کې پرېږدي.

دریم اړخ چې تر ټولو مهم اړخ هم دی؛ طالبان دي، دوی بيا د خپل سخت دريځ له امله په نړۍ کې مشهور دي او رښتيا هم څوک به ثابته نه کړي چې دوی دې د ټرمپ او خليلزاد د سختو ټويټونو، اعلاميو، وارننګونو، او چلنجونو په مقابل کې يو انچ يا سانتي متر له خپل دريځه وراوښتي وي. بلکې تر اوسه پورې لا هم پر خپل دريځ کلک ولاړ دي او په اول ځل مذاکراتو کې يې چې امريکا ته څه ويل اوس هم هماغه ورته وايي.

يعنې په اول ځل مذاکراتو کې يې هم د امریکايي عسکرو جدي وتل غوښتي وو او دا يې سره کرښه بلله او په نهم ځل مذاکراتو کې هم همدغه د دوی سره کرښه بلل کېږي.

د طالبانو د دا ډول دريځ په اړه په ټوله نړې کې شنونکو خپل نظر څرګند کړی چې طالبان د نړۍ د هغو خلکو له جملې څخه دي چې يو انچ هم له خپل دريځه نه تېرېدونکي خلک بلل کېږي. او په همدغه دريځ يې امریکا د مذاکراتو تر حدودو ورسوله.

اوس خبره دا ده چې دغه درېواړه اړخونه چې متضاد ټويټونه او اعلاميې خپروي، تر خپله وسه هڅه کوي چې يو بل پر دغو ټويټونو او اعلاميو باندې تر خپل اغېز لاندې راولي.

او لومړی ټويټ يا خليلزاد کوي او يا يې هم ډونالډ ټرمپ کوي، تر څو طالبان په دې واسطه ووېروي. خو کله چې طالب وياند ذبيح الله مجاهد او ياهم محمد سهيل شاهين د دوی دغه ټويټونه او اعلاميې رد کړي نو د خليلزاد او ټرمپ ماغزه ايله بيله ځای ته راشي. او بیا له خپلو تېرو خبرو څخه تېر شي او خپلې مخکېنۍ خبرې هېرې کوي

مربوطه مطالب

Back to top button