کابل ټکی کام( سه شنبه، ۵وږی، ۱۳۹۸)
پاکستانۍ مشهورې ورځپاڼې ډیلي ټایمز خبر ورکړی چې دوی ته ځینو سرچینو ویلي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرې وروستۍ او هوکړه لاسلیک شوې ده.
ټایمز وایي چې دا هوکړه به څو ورځې وروسته له هغه اعلان شي چې خلیلزاد یې په بروکسل کې له ناټو او کابل کې د حکومت له چارواکو سره شریکه کړي.
ویل کیږي چې د دې هوکړې د لاسلیک رسمي مراسمو ته به د ځینو هیوادونو غړي راغوښتل کیږي چې د ډیلي ټایمز د خبر له مخې، قطر ځینو هیوادونو ته بلنه هم ورکړې ده.
طالب او امریکایي لوریو تر اوسه د دې راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ دا نهم پړاو مذاکرات دي چې نن څوومه ورځ ده لا هم روان دي او تر اوسه کوم برخلیک نه دی ټاکل شوی.