کابل ټکی کام (۱۳۹۸، وږی ۱۰، یک شنبه)
د قطر په مرکز دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د نهم پړاو مذاکرات چې شاوخوا لس ورځې مخکې پيل شوي و تيره شپه پای ته ورسيدل.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په تازه ټويټ کې ويلي، چې طالبانو سره يې په دوحه کې نهم پړاو خبرې خلاصې کړي زياتوي چې نن به کابل ته د سلا مشورو لپاره ولاړ شي.
خليلزاد وايي، د یوې داسې موافقې په درشل کې یو چې تشدد به راکم او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره به لاره پرانيځي.
دغه په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين هم د دغه مذاکراتو د پای خبر ورکړی او څو شيبې مخکې يې په خپله رسمي ټويټرپاڼه وليکل، چې د مذاکراتو اوسنی پړاو په بریاليتوب پای ته ورسيد په خبره يې نن دوه بجې به له امريکايي ټيم سره ځينې تخنيکي خبرې هم بشپړې شي.
ښاغلی شاهین افغان اولس ته ډاډ ورکړی چې د اشغال د خاتمې او د افغانستان د مسئلې سوله ييز ته نږدې شوي یو.
ويل کيږي، د امریکا او طالبانو تر منځ د مسودې متن بشپړ شوی او له تيرو څو ورځو راهيسې په دې کار روان و چې په پښتو، دري او انګليسي ژبو ته په سمه توګه وژپاړل شي او کومه تيروتنه پکې ونه شي.
له تير یوه کال راهيسې د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکرات روان دي چې ويل کيږي امريکا په دغه مذاکراتو کې دې ته غاړه ايښې څو په اتلس مياشتو کې خپل ټول ځواکونه له افغانستان اوباسي او طالبان به دا ضمانت ورکوي چې له افغانستانه به نورو هيوادونو او په ځانګړي توګه امریکا ته ګواښ نه پيښېږي.


















