ولایتي شورا: د طالبانو بریدونه د بغلان ولایت مقام ودانۍ تر یو کيلو مترۍ رارسيدلي

کابل ټکی کام (۱۳۹۸، وږی ۱۰، یک شنبه)

طالبانو پرن له کندز وروسته تيره شپه د بغلان پر مرکز پلخمري ښار هم له څلورو خواوو بريدونه پيل کړي چې لا هم د دغه ښار په داخل کې جګړه روانه ده.

د بغلان د ولايتي شورا رئيس صفدر محسني وايي، د طالبانو بريدونه د بغلان ولايت د مقام یو کيليو مترۍ ته رارسيدلي دي.

د محسني په وينا، دا مهال د دولتي ځواکونو، محلي پوليسو او طالبانو تر منځ درنه جګړه روانه ده.

نوموړی وايي، که دغه ولايت ته تازه دمي ځواکونه پر وخت ونه رسيږي ښايي یو لوی ناورين رامنځته شي.

طالبانو د تيرې شپې په بريدونو کې د پرمختګ خبر ورکړی خو د کورنيو چارو وزارت ویاند نصرت رحيمي وايي، یاد ولايت ته د تازه دمو ځواکونو د ليږلو خبر ورکړی په وينا يې هڅه کوي چې د طالبانو بريدونه دفع شي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه پر پلخمري د تيرې شپې بريدونه تاييدوي په وينا يې ” د پلخمري شاوخوا ټولې امنيتي پوستې، ګڼ مراکز او د دښمن ځالې نیول شوي دي. مجاهدین د پلخمري ښار په منځ کې دي، د ولایت ودانۍ ترکلکې محاصرې لاندې ده، دښمن ته درانه تلفات اوښتي”.

د ښاغلي مجاهد په خبره، د مرکز مربوط د معدن کرکر سيمې ټولې پوستې، د بند دوستي او د تالاشۍ څلور پوستې، د حسن خيلو سيمه، د ښار اړوند د مزار دو سرکه، درېيمه حوزه، کلای زمانخيل او بند برق سيمې نيول شوي، د قومندانانو په شمول لسګونه عسکرو او پوليسو ته مرګ ژوبل اوښتې، دا مهال د ولايت په مقام جګړه روانه ده.

طالبانو وړمه شپه د کندز پر مرکز له څلورو خواوو بريدونه وکړل چې د دغه مرکز زياته برخه يې تر خپل کنترول لاندې راوسته، لسګونه پوستې، پوځي مرکزونه او دولتي تأسيسات يې ونيول او په ترڅ کې يې د امنيې قومندان په شمول ګڼو پوليسو او چارواکو ته مرګ ژوبله واوښته.

مربوطه مطالب

Back to top button