غزني: ګډو ځواکونو د ناوې بازار نږدې سل دوکانونه او دوه کلينیکونه ویجاړ کړي

کابل ټکی کام (۱۳۹۸، وږی ۱۰، یک شنبه)
د راپورونو له مخې، ګډو ځواکونو د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ په بازار کې شپني عملیات کړي چې پر مهال يې ملکي خلکو ته درانه مالي زيانونه اړولي دي.
دغه عمليات تيره شبه د يادې ولسوالۍ په بازار ترسره شوي چې د ځايي خلکو په وينا، ګډو ځواکونو په یاد بازار کې نږدې سل دوکانونه او دوه کلينيکونه ویجاړ کړي دي.
د سيمې خلک وايي، عملياتي عسکرو تر سهاره په بازار کې د دوکانونو په ویجاړولو او عامو خلکو په زورولو تير کړل زیاتوي چې په پايله کې يې د ناوې بازار شاوخوا سل دوکانونه، دوه کلينيکونه، حلور هوټلونه او درې د تيلو پمپونه ویجاړ او د عامو خلکو موټران او موټرسيکلونه يې وسوځول.
د ناوې بازار د طالبانو تر تسلط لاندې دی او د ګډو ځواکونو یاد عمل جنایت او وحشت بللی دی.
تر دې وړاندې هم ګډو ځواکونو په هيواد کې د طالبانو تر حاکميت لاندې سيمو کې ګڼ بازارنونه، کلينيکونه او ښوونځي ویجاړ کړي او ډير کله يې په هوايي بريدونو کې ګڼ ميشتې سيمې هدف ګرځولي دي.



