پروان: دباګرام هوایي ډګر حسن خیلو سیمه کې دولتي پولیس ولسي خلک تنګوي

کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۱۱ وږی ، ۱۳۹۸ل)

د افغانستان مشهور خبري اژانس《پژواک》دخپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د بګرام هوايي ډګر څېرمه دولتي پولیس په عامو خلکو تشدد او مظالم تر سره کوي.

پژواک وایي، دوی دباګرام شرقي سیمې د حسن خيلو د دويمي پوستې څخه داسې ویډيوګانې ترلاسه کړي چې د سيمې خلک چې له دغې لارې خپلو کليو ته ځي د نظامي پوليسو لخوا وهل کېږي او زورول کېږي.

یادې سرچینې د سيمې خلکو سره خبرې کړي، هغوی ورته ویلي چې دغه ځواکونه د بګرام د فرقې د څلورم کنډک د دویم ټولي د بریدمن باغ عالم مربوط دي چې د ماشومانو او ښځو په وړاندي په خلکو تاوتريخوالي کوي.

دیادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم ددولتي نظامیانو لخوا په سپین ږیرو، ماشومانو او زنانوو دترسره شویو تاوتریخوالو ویډیوګانې رسنیزې شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button