کابل پوليس: د برید له ځايه څلور سوه بهرنيان ايستل شوي خو طالبان وايي؛ لسګونه بهرنيان وژل شوي

راپورتاژ: عبدالرحمن

تير ماښام د کابل ښار له قابل بای سره نږدې په ګرين ويلج طالبانو د بهرنيو ځواکونو پر پوځي مرکز تر موټربم برید وروسته وسله وال برید ترسره کړو چې په وينا يې لسګونه بهرنيانو او د هغوی داخلي ساتونکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د نهمې حوزې مربوط په ګرين ويلج سيمه کې له بهرنيو قرارداديانو، د هغوی د کورنيو له غړو او افغان ساتونکو نه بغير نور څوک نه پريښودل کېدل چې یاده سيمه کې وګرځي.

د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې د بريد له ځايه يې څلور سوه بهرنيان خوندي ځآی ته انتقال کړي دي.

طالبانو کابل تکی کام ته په راليږلې اعلاميه کې ويلي، چې لومړی د موټربم په وسيله د یاد مرکز موانع له منځه وړل شوي، وروسته بيا سرتيرو بريدګرو د مرکز په داخل کې د سپکو او درنو وسلو بریدونه پيل کړل په وينا يې لسګونه تنه بهرني او هغه داخلي عسکر چې پهرې ته ولاړ و وژل شوي او ټپيان دي.

ويل کيږي، په یاده سيمه کې د بهرنيانو کورونه او هغه دفترونه و چې هيواد کې به يې د چاپو او بمباريو پلانونه جوړول چې د ځايي سرچينو په وينا، په سيمه کې د بهرنيانو ګڼ تأسيسات ويجاړ شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت ويلي، لومړی موټر بم برید د ټيکټر په واسطه ترسره شوی او وروسته بریدګرو غوښتل چې وسله وال برید ترسره کړي خو د پوليسو له خوا کلابند او له منځه یووړل شول.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل رسمي ټويټر اکاونټ د هغه بریدګرو تيليفوني خبرې خپرې کړي چې په سیمه کې يې بریدونه ترسره کول.

برید کوونکی وايي، د ګرین ویلج په داخل کې په اطاقونو ګرځي له کړکيو لاسي بمونه ورغورځوی او په اطاقونو کې پرې ډزې کوي.

د کورنيو چارو وزارت نن سهار په یوه خبرپاڼه کې په یاد بريد کې د شپاړلس کسانو د وژل کيد او ۱۱۹ نورو د ټپي کيدو خبر ورکړ.

خو طالب ویاند د ملکي خلکو د تلفاتو راپورونه ناسم بللي په وينا يې، په سيمه کې یوازې بهرنيانو، قراداديانو او د هغوی ساتونکو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کيده، هلته ملکي خلک نه و او هغوی ته پکې تلفات نه دي رسيدلي “البته که د چاودنې د قوت له امله په لرې پرتو سیمو کې د هندارو او ښيښو د ماتیدو له امله څوک سطحي ټپيان شوي وي موږ خواخوږي ورسره ښیو”.

د بیګانۍ چاودنې غږ د کابل تر ليرې ليرې سيمو پورې اوريدل شوی خو چارواکي وايي، چې تر یو کيلو متره پورې سيمه يې زيانمنه کړې ده.

نن په ګرين ویلج سيمه کې خلکو لاريون هم کړی او ځايي خلک وايي، چې له استوګنو د ځايونو دې د بهرنيانو دغه پوځي مرکز ليرې سيمې ته ولېږدول شي.

لاريون کوونکو د کابل- جلال اباد لاره تړلې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button