دصلیبي امپراطورۍ راپرزوونکو! بریا مو مبارک شه

حمزه حسیني
ټولو هیوادوالو ته د اتلس کلنې مبارزې دلاسته راوړنو مبارکي وایم، خصوصاً هغو بااحساسه هیوادوالو ته، چې دصلیبي کفارو په وړاندې یې خپلې نازنینې سینې سپر کړې او دا دی نن یې صلیبي امپراطوري راوپرزوله فلله الحمد والمنه.
موږ په دې یقیني یو چې دومره لوی قوت راپرزول دانسانانو له توان وتلې خبره ده، دا صرف درب العلمین کامل نصرت او احسان دی چې صلیبي لښکر یې دافغانانو په لاس مات کړ، که نن وي که سبا الله تعالی به مو په ډېرو لویو خوشالیو ونازوي ان شآءالله وما ذالک علی الله بعزیز.
زه چې دمجاهد ملت فداکاریو ته ګورم، اطمیناني شم؛ ځکه چې هر موقف کې په لوړه سطحه تمرکز لري هغه که نظامي برخه ده او که سیاسي برخه، تاسې وګورئ په نظامي برخه کې اشغالګرو او په اصطلاح افغان حکومت دفاعي حالت اختیار کړی دی، تهاجمي وړتیا یې له لاسه لوېدلې او لکه اجل نیولي دناکامۍ اخیرنۍ سلګۍ وهي.
په سیاسي لحاظ هم مطمئن یو، ځکه دطالبانو سیاسي ډیپلوماتان بار بار هیله بښونکي خبرونه رالیږي ان شآء الله ډېر ژر به دسترې فتحې شاهدان واوسو.
غواړم دمادیاتو لېونیو ته ووایم، چې نور له پردیو لاس واخلئ، دمظلومو هیوادوالو سره ظلم مه کوئ او اسلامي نظام ته وفادار شئ، له دې کفري یرغلګرو تمې پرې کړئ او یوازې په لوی څښتن تعالی اتکاء وکړئ، که اسلامي نظام ته ژمن شوی زموږ وروڼه یاست، راشئ چې دین او وطن دواړو ته په ښه شان خدمت وکړو او پرېنږدو چې هیواد مو بیا دبلواکګرو په ځاله بدل شي، تاسې ډاډمن اوسئ چې اسلامي امارت به دوروڼو په شان چلن درسره وکړي بېلګې یې موږ ښودلی شو.
مجاهد ملته!
انسان ضعیف دی دصلیبي ښکېلاکګرو له سیوري متأثرو ته باید عفوه وکړئ، ښې لارې ته یې دعوت کړئ او له استعداد لرونکو خلکو مثبته ګټه واخلئ البته! که دوی له دې صلیبي یرغلګرو سره قطعه تعلق وکړه.
یرغلګرو!
تاسې هم واورئ افغانستان دامپراطوریو هدیره ده، ښه به دا وي چې نور مو دا وحشیان در وباسئ، اشغال ته مو دپای ټکی کېږدئ، روانو مذاکراتو کې له منافقته ډډه وکړئ، که نه وي افغانستان درته سور اور او دمرګ کنده ده.
تاسې وګورئ جنرال بالډک مو دافغانستان په اړه څه ویلي: افغانستان په خپل تاریخ کې ډېرې امپراطورۍ د سبا ناري پر ځای خوړلي دي خو موږ بیا هم د افغانستان د جنګ د کوفتې ماشین ته خپل عسکر ور استوو.



