هرات: کهسان ولسوالۍ کې ۳۹ اربکيان طالبانو ته تسليم شوي

کابل ټکی کام (۱۳۹۸، وږی ۱۲، سې شنبه)

د هرات ولايت په کوهستان ولسوالۍ کې طالبانو ته نږدې څلويښت محلي پوليس تسليم شوي دي.

د تيرې اګست مياشتې په ۲۴ نيټه طالبانو د فارسي ولسوال د کور پر دفاعي پوسته برید وکړ چې د ولسوال په شمول پکې پنځه پوليس هم ووژل شول او دوه تنه نور طالبانو ژوندي ونيول.

دغه اربکيان پرون د دو شنبې په  ورځ د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې طالبانو ته تسليم شوي دي.

طالب ویاند په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: د هرات کهسان ولسوالۍ کې۳۹تنه اربکیان مجاهدینوته په. عوض ددې ترحم کې تسلیم شول چې مجاهدینو څو اربکیان دفارسي د ولسوال چې څوورځې مخکې دمجاهدینو په برید کې قتل شو او ۳ کسه چې یو پکې دولسوال وراره او بل یې لمسی وو ژوندي ونیول قریبانوته ورخوشې کړل.

په وروستیو کې طالبانو ته د تسليميدونکو دولتي قومندانانو، پوليسو، اربکيانو او نظامي کسانو د تسليدو لړۍ چټکه شوې چې هره ورځ د هيواد له بيلابيلو سيمو د يادو کسانو د تسليمۍ راپورونه ورکول کيږي.

مربوطه مطالب

Back to top button