ټرمپ؛ د سولې د خبرو لغوه کېدل، او حقيقت څه دی؟؟

خليل جليلي
ايا د سولې د خبرو لغوه کېدلو معنى دا ده، چې دا نه مياشتې خبرې ټولې بې فايدې لاړې.هر ګز په دې معنى نه ده چې د سولې نه مياشتنۍ خبرې دي، په سيند لاهو شي، په اصل کې دا د امريکا يو نوع فشار دى چې په اسلامي مارت يې تحميلوي مثلاً امريکا د دې خبرو د لغوه کېدو سبب د امارت نظامي اهداف ښودلي، چون که تاسو د سولې دا اخري پړاوونو ته ځير شئ، له دې سره ګډ جنګ شدد موندلى چې د دې يو سبب خپل موفق لوړ ښودل دي، اوس ترامپ د دې خبرو لغوه کېدو سره امارت اسلامي ته دا پيام ور کوي چې تاسو ځير شئ! ستاسو فقد يو نظامي هدف دا نهه مياشتنۍ خبرې په سيند لاهو کړې، او له دې خبرې سره امريکا داسې فکر کوي چې امارت به له ځان سره د ملامتۍ ښودنه وکړي او په يوه شکل امريکا ته د سولې خبرو د غځېدلو ووايي چې دغه خبره خپله د دې سبب کيږي چې امارت د جهتونو د سوال لاندې راولي.خو انشاءالله امارت به هيڅ کله داسې نه کوي.دا پورته خبرې په هغه صورت کې دي چې امريکا د سولې دا ټولې خبرې او توافقات لغوه او نور د پاى ټکى کيږدي
په اصل کې خبره داسې نه ده لکه څنګه يې غني خېل تحليل کوي، ترامپ د مجلس د لغوه کېدو ويل يعنې نور به تر لنډ مهاله مجلسونه نه کيږي نه دا چې دا ټول پېشرفتو او په بعضو مواردو کې توافقات لغوه شوي.اوس به دا تحليل کړو ترامپ ولې د مجلس د لغوه کېدو ولې د دې سبب کيدى شي چې طالبان وي چون ترامپ غوښتل چې له طالبانو او غني سره يو وخت په جلا جلا اطاقونو کې په کمپ کې وګوري او دا خبره طالبانو کيدای شي رد کړې وي او له همدې سره د غني سفر وځنډول شو او خليلزاد هم مسقيم امريکا ته لاړه او ترامپ هم په قهر شو او د مجلسونو د مُغلق پرېښودو امر يې کړی.فقد دومره وايم چې سوله راځي که غني خيل يې و مني او که يې ونه مني خو سوله راځي.
نوټ. په غني خېلو کې يو غټ مشکل دی هغه تحليل نه کول دي که دوى د خليلزاد مصاحبه اوريدلې وي هغه په واضح ډول وويل چې جنګ مونږ بايللى،نو تاسو ووايئ يو چا چې جنګ بايللى وي هغه د جنګ ميدان کې دريږي او تېښته کوي، خو زه غني خيلو ته وايم چې دغه د خټو پزه در ته امريکا جوړوي او که تاسو خپل پنجابيتوب نه پريږدئ نو امريکا به مو هغه رنګه پريږدي له که څنګه يې چې خلقيان او پرچميان پرېښودل



