کندوز: طالبانو دقلعه زال ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راوسته

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۷ وږی ، ۱۳۹۸ل)
وسلوالو طالبانو نن ماښام دکندوز ولایت دقلعه زال ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ، ۲ قرارګاوې او ټولې دفاعي پوستې تر خپل کنټرول لاندي راوستي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر د یاد خبر تصدیق کړی، او زیاته کړې ده چې دقلعه زال په سقوط سره لسګونه میله سپکه او درنه وسله، مهمات، او عراده جات هم ددوی لاسته لوېدلي.
حکومتي چارواکو په دې اړه له خبرو کولو ډډه کړې؛ خو ځایي اوسېدونکو او یوې دولتي سرچینې دنوم نه ښودو په شرط منلې چې قلعه زال نن ماښام دطالبانو په لاس سقوط شوې.
دا ولسوالۍ داسې مهال سقوط کوي چې نن دکندوز دشت ارچي او دبغلان ګذرګاه نور هم له سختو جګړو وروسته، له خورا ډېرو مهاتو او وسلو سره یوځای دطالبانو لاسته ورغلې.



