امریکایي سوله، مذاکرات او تړونونه؛ امریکایي جګړې ته مستعار نومونه!!

لیکنه: جعفر عمریار
هغه وخت چې امریکا له نن څخه ۱۸ کاله وړاندې په ۲۰۰۱ کې پر افغانستان خپل ښکېلاکګر او صلیبي برید پیلاوه ، د وخت طالب مشرانو ورته په ځلونو د دغه لانجې د مذاکراتي او ډېپلوماټیک حل وړاندیز وکړ؛ اما امریکایانو د خپل استعماري تکبر له مخې دا هرڅه رد کړل. له پرله پسې ۱۸ کاله جګړې وروسته چې کله امریکایي چارواکو د جګړې په ډګر کې د خپلې ماتې دردونه احساس کړل؛ د نوموتي افغان الاصله امریکایي زلمي خلیلزاد د جګړه ییزو او غولوونکو تجربو په مټ یې د طالبانو د تېر ایستلو لپاره د قطر سیاسي دفتر له غړو سره په ډېپلوماتیکو او سوله ییزو هڅو پیل وکړ، د طالبانو او افغان ولس فکري او نظامي انرژي یې په دوو برخو ووېشله نیم ولس یې سولې ته خوشبین کړل او نیم نور بیا زړه نازړه د سولې په تمه په جګړه کې ښکېل پاتې شول.
دا چې له دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته امریکا د نړۍ په کچه لومړۍ درجه نظامي ځواک دی، په نړیوالو یې خپل اغېز د همدغه جګړې له ډګره ښیندلی، د جګړې په ډګر کې یو کوچنی ګام شاته تګ د امریکا د نړیوال نظامي اعتبار، حیثیت او پرستیژ د ماتې په مانا دی. د نړۍ په کچه ډېر داسې هېوادونه چې له اقتصادي اړخه له امریکا حتې وړاندې هم دي؛ اما په جګړه ییز ډګر کې له امریکا په کلونو شاته پاتې دي، دا ځکه چې امریکا د جګړې د ډګر او نړیوالو جګړو د بڼې بدلولو اوږدې او پخې تجربې لري.
له شکه پرته چې د امریکا له لوري په لاره اچول شوې سوله، مذاکرات او لنډ مهاله تړونونه د امریکایي جګړې د ډول بدلولو او ولسونو تېر ایستلو په موخه د امریکایي جګړې لپاره د امریکایي سیاستوالو له لوري ټاکل شوي مستعار نومونه دی. دا چې امریکا د وروستیو دوو پېړیو ډېرې لاسته راوړنې د جګړې په مټ تر لاسه کړې، او امریکایي سیاستوال د امریکا بقا او پایښت هم په جګړه کې بولي؛ تر څو له یوه لوري پرې د امریکايي ولس داخلي افکار همغږي کړي او له بل لوري یې په بهر کې خپل آیډیالوژیک او قطبي مخالفین ښه ځپلي وي؛ نو جګړه د امریکایي بهرني سیاست بنسټ تشکلوي. ډېپلوماسي، مذاکرات او سیاسي تړونونه بیا د دغه جګړې په محور او څنډو را چورلېدونکي فرعي تګلارې دي؛ چې په حقیقت کې د امریکایي جګړې بدلې بڼې یې هم بللی شو .
امریکایانو چې کله په افغانستان کې د طالبانو تر قیادت لاندې د افغان ولس په واسطه او د لوی الله په نصرت د خپلې تاریخې ماتې دردونه احساس کړل؛ نو له ځنډه پرته یې د عامه افکارو د تېر ایستلو په موخه د سولې ستراتیژۍ ته رجوع وکړه، په داسې حال کې چې د طالبانو او افغان ولس افکار یې د سولې او مذاکراتو په لور متوجه کړل او خپله یې بیا په جنګي ډګر کې د کرایه شوو خصوصي امنیتي کمپنیو لکه بلک واټر او د دوی په لاس د روزل شوو افغان ځواکونو لکه ۰۱ او ۰۲ قطعو په کارولو او ښکېلولو سره په نظامي ډګر کې پراخه پانګونه وکړه، په دې ډګر کې یې ملیاردونه ډالر ولګول او تر پخوا یې خپلې جګړې ته په بدله بڼه، تر اوښتي نوم لاندې لاپسې زور ورکړ.
دا دی د امریکایي پرګماتیک مکر او دوه مخۍ له مخې یې طالبان او افغان ولس د تېرو لسو میاشو د یوې لسیزې مذاکراتي پړاونو په لړ کې سولې او امریکایي پځونو ایستلو ته په تمه کړل، خپله یې د کرایي او اجیرو وینه زبېښونکو ځواکونو په مټ له افغان ولس څخه د خپلو تېرو آتلس کلونو تاریخي ماتو غچ هم واخیست او په آخر کې امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ډول ډول ضد او نقیض څرګندونو وروسته په قطعي ډول د یوه انټرنېټي ټوېټ له لارې له طالبانو سره د کمپ ډوېډ ناسته چې د لس میاشتنیو هڅو او پړاونو پایله وه، لغوه اعلان کړه. نو ځکه په پوره ډاډ سره ویلی شو چې امریکايي مذاکرات، امریکایي سوله او امریکایي تړونونو په حقیقت کې د امریکایي جګړې لپاره مستعار نومونه دي او بس.



