(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۱۹، سه شنبه)
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بيا ويلي، چې نور له طالبانو سره خبرې نه کوي خو زياتوي په مناسب وخت کې به خپل پوځيان له افغانستانه اوباسي.
نوموړي دغه څرګندونې پرون په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته وکړې.
د ټرمپ په خبره، طالبانو په کابل کې په وروستي بريد غوښتل چې د خبرو پر ميز برلاسي ترلاسه کړي خو زياتوي یاد بريد د هغوی لويه تيروتنه وه.
دغه راز ټرمپ په خپله ټويټ پاڼه ليکلي، په تيرو څلورو ورځو کې مو چې افغانستان کې (دښمن) څومره ځپلی په تیرو لس ورځو کې هم نه و ځپل شوی.
نوموړي دغه راز ويلي، په کمپ ډيوډ کې له طالب مشرانو سره ليدل هم د ده نظر و او لغوه کول يې هم د نوموړي خپله پريکړه وه.
له بله پلوه طالبانو د مذاکراتو د لغوه کولو په غبرګون کې په یوه اعلاميه کې ويلي و چې (د امریکا متحده ایالاتو ته د جمهور رئیس ټرمپ له لوري د ورتګ بلنه ډاکټر زلمی خلیلزاد د اګست د میاشتي په ورستیو کې راکړه موږ یاد سفر په دوحه کې د توافقنامې تر لاسلیک پوري ځنډولی و).
طالبان وايي، دا چې ټرمپ مذاکرات لغوه کړل نو تر ټولو زيات زیان به يې هم امريکا ته وي، اعتبار به يې زيانمن، د سولې ضد دريځ يې نړۍ ته څرګند او د سر او مال زیات زيان به هم ورته واوړي.


















