(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۱۹، سه شنبه)
طالبانو څو ورځې مخکې د تخار ولايت په خواجه غار او ینګي قلعه ولسوالۍ بريدونه وکړل چې په ترڅ کې يې خواجه غار ولسوالۍ ونيوله او پر ینګي قلعه يې کلابندي نوره هم زياته کړه.
طالبانو تازه د ینګي قلعه ولسوالۍ د نيولو خبر ورکړی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې تيره شپه يې یاده ولسوالۍ، دفاعي پوستې او ټول تأسيسات تر خپل کنترول لاندې راوستي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، د جګړې پر مهال ګڼ شمير عسکر وژل شوي چې جسدونه يې لا هم د جګړې په سيمه کې پراته دي زياتوي پنځه رينجر، یو هایلکس موټر او په زياته اندازه وسلې او مهمات د طالبانو لاسته ورغلي دي.
دا په تيرو دوو ورځو کې پنځمه ولسوالۍ ده چې د طالبانو په لاس سقوط کوي.
تر دې مخکې يې د تخار خواجه غار، د بغلان ګذرګاه نور او د کندز دشت ارچي او قلعه زال ولسوالۍ هم ونيولې چې دولتي عسکرو ته پکې درنه مرګ ژوبله واوښته او په زياته اندازه وسلې او مهمات د طالبانو لاسته ولويدل.


















