الوتکه ولې ۳۵ زره فټه لوړ الوت کوي؟ په اړه يې دلته ولولئ

مسافر وړونکې الوتکه ۳۵ زره فټه لوړ الوت کوي، له دې څخه ټیټ پرواز نشي کولائ، هغه څه وجه ده چې ټیټ الوت نشي کولائ؟ په اړه دلته لولو.
* هغه کسان چې ساینسي کتابونه لولي ورته معلومه به وي چې څومره د ځمکې څخه لرې کیږو هوا نرمیږي، د الوتکې په تک کې اسانتیا زیاتیږي، لنډه دا چې داسې هوا کې الوتکه په اسانۍ پر مخ ځي او د تیلو مصرف یې هم کمیږي.
* په کم لوړوالې کې د هوا کڅوړې(Air Pockets) ډیر وي نو ځکه د الوتکې ممانعت کوي او الوتکه جټکې وهي نو ځکه لوړ الوت الوتکه د جټکو څخه ساتي.
* بله وجه د لوړ الوت هغه استراري حالت ده که خدای نخواسته په لوړ الوت کې لوتکې ته کومه ستونزه مخ ته راشي نو پیلوټ یې په اسانۍ سمبالولۍ شي.
* بل په ټیټه فضاء کې وړوکې الوتکې الوت کوي نو ډیر امکان شته چې مسافر وړونکې الوتکې ورسره ټکر وکړي نو ځکه مسافر وړونکې الوتکې ۳۵ زره فټه لوړ الوت کوي.
* د الوتکې ماشینونه یو اندازه اکسیجن ته اړتیا لري چې هغه په لوړه فضاء کې هم په اسانۍ پیدا کیږي.



