څارنوال حشمت عبیدی
د وطن ګوند جنایات ولولئ او بیا خپله قضاوت وکړئ! چې په کومو مشترکاتو له اشرف غني سره یو ځای کیږي هغه کوم مشترکات دي چې دا دوه منفورې او وحشي او سفاکې ډلې او څېرې يې سره یو ځای کړي، د دولت ساز ټیم وحشیانه وژنې خو همدا اوس روانې دي د ټولو په مخ کې دي او له هیچا پټې ندي، راځئ چې د وطن ګوند د وحشت د بنسټ ایښودلو د تور تاریخ یوه پاڼه وګورو چې ناخبره احساساتي ځوانان هم پرې خبر شئ د جنایت صرف د پیل یوه کیسه او یوه خاطره
د ۱۳۵۷ش کال د ثور اوومه د جمعې شپه وه .
په کابل کې وم . په دغه وخت کې زه شل کلن وم ،د یو مېلمه سره چې خارج ته يې پرواز درلود ، هوايي ډګر ته ولاړم ، هغه مې رخصت کړ ، او زه په ټکسي موټر کې د هزارګل سرای خواته رارهي سوم ، تقریبا لس بجې د ارګ ومخ ته راتېر سوم. او دوکان ته راغلم .
لس بالا دولس بجې وې چې د فیر ږغ او ټکان مې واورېدل .
متوجه سولو مګر بالا مو چورت ونه واهه . دوکانداران ټوله په خپلو معاملو او کارو اخته وه ، دوې دقیقې ورسته یوه لو ضربه وسول ، او ټکان شروع سول ، دا نو زما په ژوند کې لومړی ځل وو چې د ټکانو ږغ اورم .
خلګ وارخطا سول . نارې سوې هر دوکاندار د خپلو مالونو په ټولولو اخته سو . دوکانونه قلف سول ، او ځغستاوې شروع سوې ، زه او حاجي محمد سرور د هزارګل سرای څخه راووتلو ، په منډيي کې خورا ځغستاوې دي ، موږ هم په ځغستا سولو . په منډئي کي میوند جادې ته نژدې په حبیب مارکېټ کې زموږ کوټه او د شپې تېرولو ځای وو .
پوښته کوو چې څه کیسه ده . هیڅوک نه دي خبر ، خو دا یوه خبره څو کسو وکړل چې د پښتونستان چوک سره نظامي عسکرو پر پولیسو ټکان وکړل ، او ځینې يې ووژل ،دا هغه پولیس وه چې غوښتل يې د ارګ خواته باید څوک ولاړ نه سي .
زموږ نورو ملګرو هم ځانونه راورسول ، زما خسر حاجي غلام رباني ، ماما براهیم جان ، زوی یې محمد ظاهر مین ، او حاجي محمد سرور ډلې اوسېږو ، جاده میوند چې د کوټې د برنډې څخه معلومېدل ، ډېر زرهدار ټانکان په ډېر تلوار پکښې تېرېدل ،
بام ته راوختلو ،باران هم وو ، طیارې را په هوا سوې ، بېله دې چي فیر وکی ، د کابل پر فضا به کرځېدې .
خو هیچا ته درک نه معلومېدئ چی څه کیسه ده ، ملګرو ته می وویل چي زه ځم درک ېې درمعلوموم .
نادر پښتون جادې ته راغلم ، د اریانا سينما سره زرهدار ټانک چالانه ولاړ دي ، څو صاحب منصبان د اماده باش په حال کی ولاړ دي ، عام خلګ هم ولاړ دي ، مګر هغو نه هم حال نه وو معلوم ، ددوی څخه د فروشګاه بزرګ افغان مخ ته راغلم ، دلته درې څلور ټانګان چالان ولاړ دی ، ځای ځای وینی هم پرتې وې ، صاحب منصبان ټوله پر ټانکونو د خزې په حالت کي وه او ددې ځای څخه ارګ هم معلومېدئ . داسی معلومه سول چی ارګ یی محاصره کړي دي . پوښته وکم چی څه کیسه ده ، کابليان راته وایی مچم ، یو بل نفر راته وایی انقلاب است ، حزب خلق است .
ده چی دا خبره وکړل ډېر حیران او وارخطا سوم ، يوه دقیقه لا نه وه تېره سوي چی په هوا کي مي دوې ميګ طیارې وليدلي ، د یو ډېر بداو زورور ږغ سره یې اورونه تر خوله راووتل ، او هدف یې ارګ وو .پر ارګ بمبارد شروع سو ، څرنګه چي دې ساحې ته ډېر نژدې وم ، وهم ېی راباندي تیر کئ . او په ځغستا او تراټو د شهزاده مخ راغلم . دطیارو فیرونه شروع وه ، ما په ځغستا تر خپلي کوټې ځان راورساوه .
ملګرو ته می کيسه وکړل او ورته ومي ویل چی د داود خان پر ضد کودتا شروع ده .
کابل راډيو بنده ده هر ګړئ د راډیو سویچ ووهو هغه شئ نه يي ، دماښام د لمانځه پر وخت کابل راډيو چالانه سول ، مګر ږغ او ږوغ نه وو پکښي ، موږ راډيو چالانه پرېښوول او پر لمانځه ودرېدو . کله چی مو لمونځ خلاص کئ ، دیو نابلده سړی ږغ مو واوریدي ، او داسی یی وویل د نظامي انقلابی شورا اعلامیه جګړن اسلم وطنجار د زرهدارو قومندان درته اوروي ، وطنجار وویل ، د لومړي ځل دپاره د سلطنت ورستي بقایا او د نادرخان د کورنئ قدرت ختم سو ، او ملی حاکمیت په تاسي خلګو پوري اړه لري ، ورسته دا اعلامیه په دري ژبه ډګروال عبدالقادر د هوایي قواوو قومندان وویل . انانسر چی د راډیو نطاق نه وو ، ورسته معلومه سول چی حفیط الله امین وو .
موږ ټوله هېښ پېښ کښېنستلو . د ډوډۍ او لمانځه ورسته بیده سولو ، د شپې پر دوې بجی د ټانکونو فیرو او ټکانو د خوبه را کښینولو ، داسي درزئ وو چي دهر فیر سره به زموږ کوټه هم لړزېدل ، تقریبا د کابل په ټوله ښار کي ټکان شروع وه . او تر سهاره ويښ وو .
سهار د چایو ورسته د کابل او ضاع عادي معلومېدل ، کابل راډيو ترانې او د اتڼ نغمې خپرولي ، موږ د سيل دپاره بازار ته راووتلو . د ارګ شاوخوا ټوله ټانکونو محاصره کړې وه . د کابل راډيو اعلاميې او نغمې د لويو لوډسپيکرونو په واسطه موږ اورېدې ، یوه اعلامیه ېې خپره کړل چی متن یی داسي زما په یادېږی ، دوه وړونه محمد داود او محمد نعیم چی ځانونه یې نه تسلیمول ، د مسلحو قواوو د خوا څخه ووژل سول . دې اعلان په ټول افغانستان کي د اردو روحیه ضعیفه کړل ، او د خلق ډيموکراتيک ګوند په ټول هیواد کي مسلط سوو .
بله اعلامیه یی داسي وه چي د پخواني رژیم ټوله وزیران او جنرالان دي د دفاع وزارت ته حاضر سي ،
زه د کابل هوټل سره نژدی ولاړ وم ،مرحوم استاد عبدالشکور رشاد هم په مخه راغلي ، پیاده روان وو او سيل ېې کاوه ، د ښار د خوا په تورو موټرانو کی د داود خان د کابیني غړي او جنرالان جلا جلا راتلل او ځانونه یې تسلیمول ،
نوي حکومت د تلفاتو شمېره کمه ښوول ، دوې ورځي ورسته د ارګ مخ د خلګو پر مخ خلاص سو ، موږ ورغلو درې سوځلي ټانکان مو ولیدل چی د ارګ د خوا ويشتل سوي وه ، په ارګ کی د جمهوري ګارډ په نامه قوه موجوده وه چی تقریبا دوه زره کسه عسکر پکښې وه او قومندان یی صاحب جان نومیدئ ، چی ورسته بیا خلقیانو د نورو عسکرو سره په شهادت ورساوه .
د داودخان او ورور سره یی ددوي د کورنئ اوه لس کسه چی دده درې زامن ، لوڼی او کوچنیان هم وه شهیدان سول ، دداودخان مرستیال سید عبدالاله ، ددفاع وزير غلام حيدر رسولی ،کورنیو چارو وزیر عبدالقدیر نورستاني ، د عدلیې وزیر وفی الله سميعي او د بهرنیو چارو وزارت سياسي معين وحيد عبدالله هم شهيدان سول ، ورسته بیا پخواني صدراعظمان محمد موسي شفیق او نوراحمد اعتمادي هم په شهادت ورسېدل .
څو ورځی ورسته نورمحمد تره کي د انقلابي شورا ریس او صدراعظم اعلان سو ببرک کارمل ېې مرستیال ، او حفیظ الله امین د بهرنیو چارو وزیر اعلان سو .
پر ارګ د خلګو کور نوم کښېښوول سو ، او اعلان وسو چي هرڅوک کولای سي چي ددې ځاي څخه لیدنه وکي ، زه به هرماځیګر ورتلم ، ځکه د کندهاره به مېلمانه راتلل د هرچا دا ارزو وه چي ددې ځای سیل وکي ، هغه دفتر چی شهید داودخان او ملګري یي په شهادت پکښي رسېدلی وه بند وو صرف تر کلکینانو مو دا ځاي ته کتل او ددوي په وينو سرې غالۍ ددې دفتر مخ ته پرتې وې .
ورسته په بازار کی داسي آوازی وي چي پر ارګ د روسی پیلوټانو په واسطه بمبارد سوي وو ، او د کودتا قومانده د شوروي د سفارت د خوا څخه حفیظ الله امین ته او هغه بیا د ګلاب زي او نور ملګرو په واسطه فوج ته ورسول .
نو لکه چی رسول االله ص فرمایلی چی الکفر ملة واحدة او عالمان وایی چی الجنس یمیل الی جنسه او دری شعر وایی جی
کند همجنس با همجنس پرواز
کبوتر با کبوتر باز با باز
نو د کمونستانو چی اوس ی د وطن ګوند په نوم یی ځانونه ثبت کړی مشترکات همدا دی چی وطن پلورل د شرق او غرب غلامی د خپلو خلکو بیدریغه او بیرحمه وژل او د اسلام او اسلامی نظام راتلو مخه نیول او داسی نور















