قاهره: جنایي محکمې د اخوان المسلمین ګوند مشر محمد بدیع په عمري بند محکوم کړ
کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۲۰وږی، ۱۳۹۸)
د اخوان المسلمین ګوند مشر محمد بدیع نن یو ځل بیا په عمري بند محکوم شو.
مصري رسنیو خبر ورکړی چې دغه پرېکړه نن د قاهرې جنایي محکمې محمد بدیع ته اورولې ده.
د قاهرې جنایي محکمې د محمد بدیع په ګډون ۱۰ کسان نور هم په بند محکوم کړي چې یو پکې د دې هیواد پخوانی د پارلمان رئیس محمد سعد الکتاتني هم شامل دی.
په دغو کسانو تور پورې دی چې دوی حماس ډلې ته جاسوسي کوله او همدا رنګه یې د مصر د ملي امنیت پټ رازونه هم افشا کړي دي.
دغه پرېکړه په داسې وخت کې کیږي چې د اخوان المسلمین ګوند یو بل مشر او د دې هیواد لومړنی منتخب ولسمشر محمد مرسي هم په عمري بند محکوم وو چې څه وخت مخکې یې په محکمه کې ساه ورکړه.



