ګرانو ماشومانو ماته غوږ شئ!

لیکوال: امین الله)امین(

اې ماشومانو وروڼو تاسو ته وایم!
د غفلت له خوبه پاڅئ او علم زده کړئ، ځانونه اصلاح کړئ، نېک کارونه وکړئ، بد عملونه مه کوئ، بې لارۍ مه کوئ او بېځایه ګرځېدل پرېږدئ؛ که نن مو درسونه وویل، ښه عملونه مو وکړل؛ سبا به مو هرڅوک احترام او عزت کوي؛  اوس خو موږ او تاسو ته موقع په لاس راغلې،  که کله خدای پاک وغواړي او لويان شو نو بیا داسې موقع په لاس نه راځي؛  ځکه چې بیا به اولادونه او کورونه را دغاړې وي!  نو په کار ده چې همدا نن کوښښ وکړو او درسونه ووایو.
را ځئ چې له ځانونو تکړه او ویښ خلک جوړ کړو، کوښښ وکړو چې وخت له لاسه ور نکړو؛ له  خلکو سره بې ځایه ټوکې – ټکالې و نه کړو. اوس موږ او تاسو فرصت او مجال لرو ځکه چې والدین)مور اوپلار( مو ژوندي دي الحمدلله.
که موږ او تاسو نن کوښښ وکړ ، سبا به ان شاءالله لوی خلک)پاچاهان، وزيران یا رئیسان( رانه جوړیږي، خو که مو نن له موقع نه سمه ګټه پورته نه کړه نو سبا ورځ به مو خدای مکړه خرابه شي؛  یا به پردۍ مزدورۍ کوو، مالونه او رمې به څروو او یا به د خلکو بوټونه ور رنګوو،  د ټولنې په هغه لوېدلي قشر کې به حساب شو او محتاج به شو.
که مو نن ژوند په عیاشیو او خرمستیو کې تېر کړ؛ سبا به بیا ګدایان او سوالګر وو.
راځئ چې د راتلونکي لپاره فکر وکړو،  راتلونکی وسنجوو.
که موږ او تاسو نن د مور ، پلار ، استاذ،  مشر ورور او نورو لویانو احترام وکړ، سبا به نور کشران بیا زموږ احترام کوي ان شاءالله.
که مو د مشرانو احترام ونه کړ،  نو کشران به هم هېڅکله زموږ احترام و نه کړي.
وګورئ!  اوس چې څوک د هېوادونو لوړپوړي خلک دي؛ دوی ټول یو وخت ماشومان وو.
د بېلګې په توګه!
زموږ د هېواد مشهور او نومیالي خلک لکه: میرویس نیکه ،  شاه محمود هوتک، شاه اشرف هوتک ، احمد شاه بابا، ملاله میوندۍ او داسې نور… دوی ټول لومړی ماشومان وو او وروسته بیا لویان او پسې اتلان هم شول.
حضرت محمد)ص(هم لومړی ماشوم ؤ،  بیا پسې یتیم هم شو ، له هغه وروسته لوی او ځوان شو، بیا پیغمبر،  ورپسې د اسلامي امت زعیم او امیر شو چې الله لوړ مقام ورکړ او په نږدې نیمه نړۍ باندې حاکم شو.
دا څومره بادشاهان چې تېر شوي؛  دوی ټول یو وخت ماشومان او وروسته لویان، پسې پادشاهان شول.
نو له تاسو هیله کوم چې د راتلونکي لپاره سم فکر وکړئ؛ ځکه چې راتلونکی زموږ او ستاسو دی.
له ښاغلیو مشرانو څخه مې هم دا هيله ده چې خپل بچیان سم وروزي!
لکه څرنګه چې مور اوپلار په اولاد باندې حقوق لري، هماغسې اولاد هم په مور او پلار حقونه لري، که چېرې مور او پلار د اولاد حقونه ورکړل نو ان شاءالله چې اولادونه به یې هم حقوق پایمال نه کړي.
ماشومانو وروڼو! زه هم ستاسو په څېر یو ماشوم یم چې عمر مې یوولس)۱۱(کاله دی او په شپږم ټولګي کې لومړی مقام لرم ،  دارالحفاظ ته هم ځم او دیني درسونه هم وایم او هلته مې هم نمرې لوړې دي الحمدلله؛ خو دا ټول زما د مور،  پلار او دوو مشرانو خویندو برکت دی.
زه د خپل مور او پلار نه مننه کوم چې ماته یې خپل حقونه راکړي دي او درس ته یې پرېښی یم؛  نو ان شاءالله چې زه به هم د دوی حق پایمال نه کړم.
له تاسو مې هم دا هیله ده چې د مور او پلار حقوق مو تر پښو لاندې نه کړئ.
والسلام

مربوطه مطالب

Back to top button