الیاس فاتح
د ۲۰۰۱زکال دسپټمبر په يوولسمه دامريکا په نيو يارک ښار کې په نړيوال سوداګريز مرکز (ورلډټريندسنټر) په غبرګو برجونو او دفاع وزارت (پنټاګون) پرماڼيو بريدونه ترسره شول، چې له امله يې شاوخوا درې زره کسان ووژل شول.
که څه هم ياده پېښه د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه په شمول افغانانو وغندله خو امريکا د دغو حملو پړه پر القاعده ډلې ور وتپله او ددې ترڅنګ يې ادعا وکړه چې طالبان يې هم ملاتړي او خواخوږي دي.
ترپېښې وروسته سمدلاسه امريکايي ولسمشر بوش په نړيوالو غږ وکړ، چې: يا زموږ سره ودريږئ! او يا زموږ له دښمنانو سره. او له طالبانو يې جدي غوښتنه وکړه چې اسامه بن لادن -رحمه الله- ورته وسپاري. خوطالبانو له دغه کار ځکه ډډه وکړه چې په دې يې باور درلود چې دامريکا د حملي مخنيوی او يا عمومي کشاله يوازې داسامه په ورکړه او يايې له هيواده په ويستلو نه حل کېږي، بلکې د افغان په ځوريدلي ولس به خامخا دخپل مغرور استعمار د غرور تنده ماتوي.
بلخوا دملګرو ملتونو د امنيت شوری د خپل منشور پرخلاف د امريکايي ګټو د ساتنې په پار په افغانستان د امريکاترمشرۍ لاندې صليبي ايتلاف ناروا تجاوز په رابطه يو طرفه، او ظالمانه پرېکړه هيڅ د هېرولو نه ده.
دا نړۍ بدلوونکې پيښه په داسې حال کې رامنځته شوه چې دسپټمبر په اوومه دشمالي ټلوالي قوماندان مسعود په فرانسه کې دلوړ پوړو امريکايي جنرالانو څخه رسما غوښتنه وکړه چې په افغانستان حمله وکړي او دوی به ورسره ملګرتيا کوي، دوه ورځې وروسته (۹مه) مسعود په يوه سرتيري بريد کې له منځه لاړ ، ورپسې دوه ورځې پس (۱۱مه) په امريکا کې ياده پيښه وشوه.
له بريد وروسته امريکا سمدلاسه خپل پوځو نه دهيواد شمال لورته په ازبکستان کې د شوروي اتحاد په پخوانيو اډو کې دېره کړل. چې بالاخره دهغه کال د اکتوبر په اوومه يې د افغانستان پر سپېڅلي حريم هوايي بريدونه پېل او 45ورځې دوام وکړ.
ديادونې ده چې کله د يوې مياشتې پرلپسې بمباريو او کيميايي بمونو دغورځولو سربيره هم د امريکا متحده ايالاتو او نړيوال ايتلاف بری ترلاسه نکړ نو يو شمېر کارپوهانو وويل: دامريکا په تاريخ کې دا ترټولو لويه ناکامي ده چې ددومره پرلپسې درنو بمباريو سربيره يې هم پرمختګ ونکړ او نه يې طالب حکومت مات کړ.
کارپوهانو انديښنه ښودله چې امريکا به اړ شي دخپلو ناکاميو پټولو په پار پر افغانستان ايټم بم وغور ځوي. د نړيوال يرغلګر د جنګي اصولو ماتولو او افغان ولس ته دلوی زيان د ګواښ متوجه کيدو له امله طالبانو پرېکړه وکړه چې حکومت پرېږدې، د هيواد پلوونو او غرونو ته مخه کړي ترڅو له يوې خوا افغان ولس د وحشي ښکيلاک دبربادۍ ښکار نشي او له بلې خوا د يرغل پروړاندې خپل جهادي بهير منسجم او سوق اداره يې لا پسې موثره شي.
دا دی اتلس کاله پوره کېږي چې په هيواد کې دزورورو تبليغاتو، پرېمانه ډالرو ، دخپل وحشت اودهشت په ترسره کولو او له هر ډول وسلو او وسايلو نه په کار اخيستلو ونه توانيدل چې جګړه وګټي او نه يې دشړيدلي رژيم (کرزي اوغ-ع )ادارې ته د خټو پوزه ورجوړه کړي ،بلکې دفساد او رسوايۍ او ج ته رسيدلی .
په اخلاقي لحاظ يې دانسانيت په تاريخ کې داسې شرميدلې کړنې ثبت کړې چې دهغوی راتلونکی نسل به پرې شرمېږي.
په فرهنګي ،علمي ،سياسي او اقتصادي برخو يې داسې اغېز وشينده چې نړۍ ته يې خپل شان په صفر کې ضرب کړ.
امريکا په دې جګړه کې نه يوازې داچې افغان ولس ته زيان واړوه ،بلکې پخپله يې درنه زيانونه وليدل ،له يوه پلوه امريکا ټريلينونو ډالره قرضداره او له بله پلوه يې جګړه ځپلي پوځيان اروايي ناروغان او ليوانيان شول او د ډېرو جنګي افسرانو غوښې يې فدايي بريدونو کې باد باد شوې.
له يوې مخې امريکايي اقتصادپوهان دافغانستان او عراق جګړه دجورج بوش ستره تاريخي غلطي بولي ،له بله خوا امريکايي اولس په غوڅ اکثريت ددې جګړې مخالف دی.
امريکا چې دجنګ په ډګر کې دسختي ماتې سره مخ ده او دافغانستان نه دوتلو لارې چارې لټوي ،سياستمداران يې غواړي چې افغانان په داسې ستونزو اخته کړي چې ددوی شرمېدلې کړنې يې له ياده ووځي.
هو ! امريکا چې دسپټمبر د۱۱ څخه دخپلو نړيوالو اهدافو ترلاسه کولو لپاره ديوې پلمې په ټوګه کار واخيست ،ښايي په ځينو برخو کې يې لنډمهاله بريا ترلاسه کړي وي خو حقيقت دا دی چې نن امريکا په نړيواله کچه بې اعتباره او بدنامه شوې.
او دافغان قهرمان ولس دمقاومت په پايله کې له دوه پنځوسو ايالاتو جوړه امريکا به ټوټه ټوټه او راتلونکی برخليک به يې دپخواني شوروي اتحاد په څېر وي.

















