غورځنګ
افغان ولس چې تقريباً له درېوو لسيزو راهيسې د اور په لمبو کې سوځي په پرديو جګړو کې يې نږدې هر څه له لاسه ورکړل او ګل ګلزار افغانستان يې د اور د لمبو خوراک شو، کورونه يې ړنګ شول، دربدره شول او نورو هېوادونو ته مهاجر شول چې دا دی تر اوسه پورې هم په پرديو هېوادونو کې سخت ژوند تېروي.
خو له کومه وخته چې د طالبانو او امریکايانو تر منځ د سولې اړوند مذاکرات پيل شوي وو، افغان ولس هم دغو مذاکراتو ته هيله مند وو او او خپلې د څو لسيزو جنګ ځپلې هيلې او ارزوګانې يې په دغو مذاکراتو پورې تړلې وې، که څه هم مذاکرات دومره وغځېدل چې ان تر لسم پړاوه ورسېدل خو بیا هم افغان ولس په هر صورت دغن سرنوشت ټاکوونکو مذاکراتو ته په تمه وو چې ګوندې داسې پرېکړه له قطره راووځي چې د افغانانو د ښه سرنوشت ټاکونکې وي خو دا چې ټرمپ په يوه ټويټ کې د نامعقوله بهانو پر اساس دغه مذاکرات لغوه اعلان او د خپل مذاکراتي ټيم، خارجه وزارت او زلمي خليلزاد پوره توهين يې وکړ.
که څه هم د ټرمپ دغه ټويټ د نړۍ اکثره خلکو بد ياد کړ او د ټرمپ دغه دريځ یې د سولې او روغې جوړې ضد وباله، خو د کابل د ادارې مشر غني د دغه ټويټ ډېر تود هرکلی وکړ، او د ټرمپ دغه ټويټ يې وستايه،
او دا ځکه چې ولسمشر غني د مذاکراتو په جريان کې په افغانستان کې د ټاکنو خبرداری ورکړی و، نو دا چې ټاکنو ته لږ وخت پاتې دی ځکه ولسمشر غني د دغه ټويټونو هرکلی او استقبال کړی دی، نو هغه د چا خبره ولسمشر چې څه په هوا غوښتل هغه ورته په ځمکه لاسته ورغلل.
ولسمشر غني د ټرمپ دغو ټويټنو د هرکلي په ترڅ کې په افغانانو هغه خپل څه ناڅه پاتې اعتبار هم له لاسه ورکړ او دا ځکه چې ولسمشر غني هسې هم غوښتل چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي او په خپلو ويناوو کې ويل چې دی به هر هغه ټول څه وکړي د کومو په واسطه چې امريکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې کېږي.
خو حقيقت دا دی چې د دغې سولې لغوه کېدلو به هر هغه اشخاص دردولي وي د چا په کورونو چې شپنۍ وحشي چاپې غورځېدلي وي او په ترڅ کې يې د کورنۍ بې ګناه غړي په شهادت رسېدلي وي او يا هم هغه څوک د دې سولې په لغوه کېدلو دردېږي د چا چې بچيان دغه خونړي انقلاب خوړلي وي، څوک چې دغه انقلاب ځورولی وي. ولسمشر غني چې د امريکايانو د پاتې کېدو خبره کوي او يا هم د د ټرمپ د سوله ضدو ټويټونو هرکلی کوي، ملامت نه دی، ځکه چې په دغه جګړه کې پردي زامن وژل کېږي او د ولسمشر زوی او لور خو په امريکا کې دي هغه هيڅکله هم هېواد ته نه راځي نو ځکه خو ولسمشر غني د افغانانو په وژلو نه دردېږي.
او د سولې پر لغوه کېدلو د حماقت خوشحالي کوي.


















