کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۲۱وږی، ۱۳۹۸)
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټویټ کې هوش ته رابللی او د افغانانو د تیر ویاړلي تاریخ یادونه یې ورته کړې ده.
مجاهد لیکلي چې ټرمپ لا هم د افغانستان په اړه سمه پوهه نه لري او په وینا یې چې د نوموړي مشاورین باید دی پوه کړي او د امپراتوریو هدیره ورته معرفي کړي.
“ټرمپ باید له هوشه کار واخلي، دی لا هم نه دی پوه چې له څه ډول ملت سره په جګړه ده، مشاورین یې باید پوه کړي او دامپراطوریو هدیره افغانستان ورته معرفي کړي.”
ذبیح الله مجاهد وړاندې لیکلي دي: “په اتلسو کالوکې امریکا هر ډول وحشت تجربه کړ، زموږ مقاومت نورهم پیاوړی شو، خو امریکايي جنرالان اوجنګي ستراتيژۍ پرلپسې ناکامه شوې.”
طالب ویاند دغه ټویټ وروسته له هغه کوي چې ډونالډ ټرمپ څو ورځې په پرلپسې ډول د طالبانو په ضد څرګندونې کوي.
ټرمپ تیره ورځ ویلي چې په طالبانو به پوځي فشار نور هم زیات کړو او همدا رنګه یې ادعا کړې وه چې په تیرو څلورو ورځو کې دوی طالبانو ته درانه تلفات وراړولي دي


















