غورځنګ
تېره هفته چې ټرمپ يو ناڅاپه دخپلو ټويټونو په ترڅ کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ سوله چې تقريباً لسم پړاو ته رسېدلې وه رده کړه او لغوه يې اعلان کړه، دغه سوله چې امريکايي لوری او طالبان دواړه ورڅخه خوښ ښکارېدل او داسې برېښېدله چې افغان ولس د دې سولې لپاره تر بل هر وخت زيات لېوال او اميدوار وو، همدغه د هغو امريکايي پوځيانو کورنۍ هم په دې سوله خوشحاله وې کوم چې افغانستان ته د جنګ لپاره راغلي دي او دلته پرې هره شېبه د قيامت په څېر تېرېږي.
خو امریکايي ولمسشر ټرمپ بې له کوم مثبت سوچ او فکر څخه نوموړې سوله لغوه اعلان کړه، که څه هم د ټرمپ دغه ډول ټويټونو د افغان حکومت په چارواکو کې نوې ساه پوه کړه خو بیا هم له ځان سره په زیاته کچه غبرګونونه لري، او په ځانګړي ډول په امریکايي اداره کې هم د سولې لغوه کېدلو زیات غبرګونونه راپارولي دي.
ټرمپ وروسته له هغه چې سوله يې لغوه اعلان کړه، ناڅاپه د امریکا د ملي امنيت سلاکار (جان بولټن) له خپلې دندې څخه ګوښه کړ، د جان بولټن په اړه ټرمپ په خپله ټويټر پاڼه لیکلي وو چې جان بولټن مې ځکه له دندې ګوښه کړ چې له مشورو سره يې مونږ اختلاف درلودلو.
دا چې افغان او امریکايي سوله د امریکايانو لپاره د وتلو تر ټولو غوره لاره وه خو ټرمپ ته د غلطو مشورو د رسېدلو له امله دغه لاره پر امريکايي پوځيانو ودرېدله نو اوس داسې ښکاري چې تر ټولو زیات امریکايي لوړپوړي دولتي چارواکي د دغې سولې پر لغوه کېدلو خواشيني دي، ځکه يې نو مايک پمپيو هر وخت اعلان کوي چې کېدی شي سوله بيا پيل شي.
بلخوا زلمی خليلزاد چې د امریکا د خارجه وزارت له لوري له طالبانو سره د مذاکراتي ټيم مشر ټاکل شوی و، خو ټرمپ د دغې سولې د لغوه کېدلو له امله د خليلزاد حيثيت هم له صفر سره ضرب کړ، نو ځکه خو خليلزاد هم د ناتائيدو شويو راپورونو پر اساس له دندې څخه د ګوښه کېدو وړانديز کړی و او هڅه يې کوله چې خپله دنده پرېږدي.
دغه شان د امریکا د ولسي جرګې د بهرنيو اړيکو اليوټ انګل هم د امريکا د خارجه وزارت د مذاکراتي ټيم مشر زلمی خليلزاد احضار کړی دی او ورڅخه غوښتي يې دي چې د سولې په اړه دې هغه پټ شیان ورته ښکاره او ورسره شريک کړي کوم چې لا تر اوسه هم له زياتو خلکو څخه پټ ساتل شوي دي.
نو پورتنۍ خبرې ښيي چې د ټرمپ په اداره کې سياسي انفجارات زیات شوي دي او کېدی شي بېرته سولې ته لېوالتيا وښيي خو البته په هاغه شکل نه؛ په کوم شکل چې پخوا وو بلکې اوس به امریکا په پوره ماته غاړه د طالبانو هره خبره په ورين تندي مني.


















