ترکیه له امریکا هم دفاعي سیسټم اخلي

کابل ټکی کام( شنبه، ۲۳وږی، ۱۳۹۸)

ترکیه له روسیې سره تر معاملې وروسته اوس غواړي له امریکا سره هم د دفاعي سیسټم د اخستلو خبره وکړي.

ترکیې تر دې وړاندې له روسیې څخه “اس ۴۰۰” دفاعي سیسټم اخستی وو چې دې کار د امریکا غصه راپارولې وه او په ترکیه یې د بندیزونو د لګولو خبرداری ورکړی وو.

هغه وخت اردوغان د امریکا په غبرګون کې ویلي وو چې دوی ازاد دي او کولای شي چې د خپل ځان د دفاع لپاره له هر چا څخه سیسټم رانیسي.

د اردوغان د هغه وخت په وینا، که اړتیا پیښه شوه، له امریکا څخه به هم دفاعي سیسټم واخلو.

اوس تازه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خبر ورکړی چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې به له خپل امریکایي سیال سره د دفاعي سیسټم د پلور په اړه خبرې وکړي.

اردوغان همدا راز ویلي چې د ترکیې او امریکا ترمنځ اړیکې اوس مخ پر ښه کیدو روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button