سعودي: د “ارامکو شرکت” د تيلو پر دوو چڼځايونو هوايي بريد شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۳، شنبه)

د سعودي چارواکي وايي، د دغه هیواد په ختيځ ظهران کې د تيلو د یوه لوی شرکت په دوو چڼځايونو هوايي بريدونه شوي.

د چارواکي په وينا، بريدونه د بې پيلوته الوتکې له خوا شوي چې په بقيق او خريص سيمو د تيلو چڼځايونو کې اورلګیدنه هم رامنځته شوې ده.

دغه چڼځايونه د تيلو د لوی شرکت ارامکو اړوند دي چې چارواکو يې د اور مړ کيدلو خبر ورکړی.

د سعودي عربستان العربيه تلويزيون په یاده سیمه کې اورلګيدنه تاييدوي او رويترز خبري اژانس ته د نږدې سيمو اوسيدونکو ويلي چې په چڼځايونو کې يې د څو چاودنو غږونه واوريدل او خلک ويريدلي دي.

ظهران د نړۍ د تيلو تر ټولو لوی چڼځای ګڼل کيږي چې د ټول عربستان تيل په یاده سيمه کې چڼ کيږي.

تر اوسه سعودي چارواکو د دغه بريد پړه پر چا نه ده اچولې خو تر دې مخکې حوثي یاغيانو د سعودي عربستان پر ځينو سيمو کې د بې پيلوته الوتکې او توغنديز بريدونه کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button