کابل ټکی کام( شنبه، ۲۳وږی، ۱۳۹۸)
مشهور امریکایي سناتور او د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو مخکښ نوماند برني سنډرز په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له حضور سره یو ځل بیا سخت مخالفت ښودلی دی.
سنډرز ویلي چې امریکا د افغانستان پر جګړه میلیاردونه ډالره مصرف کړي خو په وینا یې چې هېڅ ګټه یې نه ده کړې.
نوموړي دغه خبرې په یوه تلویزون کې د مناظرې پر مهال کړي دي.
د ده په باور چې نور نو باید دې بې ګټې او بې مانا جګړې ته د پای ټکی کیښودل شي او په تکو یې چې هر څومره ژر کیږي، له افغانستانه دې ځواکونه راوایستل شي.
سنډرز د امریکا پر پوځ لګیدونکو ډالرو ته په اشارې سره ویلي چې هر کال د امریکا په فوځ ۷۵۰ میلیارده ډالر لګیږي خو څوک نه پوهیږي چې دا روفۍ چیرته روانې دي.
دغه مخکښ سناتور دا خبرې په داسې وخت کې کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره سر ته رسیدلي مذاکرات ودرول او په طالبانو یې د نویو فشارونو خبر ورکړ.
طالبانو یې په غبرګون کې وویل چې د دې هر څه زیات تاوان به امریکا په خپله وویني او په وینا یې، دوی سل کاله نور هم خپلې مبارزې ته دوام ورکولای شي.


















