غورځنګ
دکابل د ا دارې مشر اشرف غني چې له څه مودې راهيسې يې د کمپاين وخت شروع شوی دی او د ټاکنو وخت يې هم رانږدې شوی دی.
ولسمشر چې د واکمنۍ له پيله د افغانستان په تاوان تمام شوی دی او تر ټولو ملعون تړون چې دوی يې ستراتيژيک تړون نوموي؛ له امریکا سره په ډېره سپين سترګۍ لاسليک کړ او د افغانستان د خرڅلاو قباله يې امریکا او ناټو ته په لاس کې ورکړه، دا اوس چې امريکايان بې درېغه افغانان بمباروي او د دولت دننه څوک د خولې د چوله کولو وس نه لري، دا د همدې ولسمشر له برکته!!
ځکه چې د دې ټولو مرګ ژوبلو قباله همده ورکړې ده بلکې د دې جګړو لپاره کوردينات دی ورکوي.
د دې لپاره چې پر ولسشمر هر وخت خلک راټول وي او دی لکه طوطي ورته غږېږي نو کله نا کله شاز ونادرې هم وايي.د دغو نادرو د ويلو پر مهال ولسمشر فکر کوي چې ګواکې داسې خبرې کوي چې ټول ملت به پرې راټول شي او دی به وستايي، خو د نوموړي خبرې ښکاره د ده پر هغه غلامۍ ثبوتونه دي چې دی او د ده ټيم يې له ملت څخه د پټولو هڅه کوي، لکه: کله چې يې خپلې يوې کمپايني غونډې ته دوينا کولو په ترڅ کې وويل چې زمونږ د امنيتي ځواکونو د قربانيو؟؟ له برکته دا دی نه په واشنګټن کې او نه هم په نيويارک کې تر اوسه پورې دماکه شوې ده، يعنې معنا دا چې په اصطلاح افغان امنيتي ځواکونه د نيويارک او واشنګټن ساتونکي دي.
د ولسمشر پورتنۍ خبره که څه خپله يې د دانتخاباتي کمپاين لپاره ګټوره بولي خو په اصل کې د دغه پر بې مثله غلامۍ ښکاره ثبوت دی.
د ټاکنيز کمپاين په بهير کې نوموړی ولسمشر؟؟ دا خبره هم په ډېر افتخار سره کوي چې د ده په واکمنۍ کې تقريباً څلوېښت زره افغان امنيتي سرتېري؟ وژل شوي دي.
په هر صورت تر ټولو زيان زېږوونکې خبره يې هغه ده چې تېره ورځ يې د ټاکنيز کمپاين په بهير کې کړې ده، او ويلي يې دي چې ګواکې په يوه اونۍ کې يې دوه زره طالبان وژلي دي.
د ولسمشر په دې خبره کې که فکر وکړو نو دې نتيجې ته رسېږو چې يا خو ولسمشر غني د دولت وزيري کار شروع کړی دی يعنې چورلټ درواغ وايي ځکه که چېرته افغان امنيتي ځواکونو؟؟ په اونۍ کې دوه زره تنه طالبان وژلی شوای نو اوس به ټول طالبان ختم شوي وای او د جمهوريت پيروان به په افغانستان کې په بېغمه زړه ګرځېدلی، نه به اوس د ولسواليو د سقوط خبرونه ورکول کېدل او نه به هم دا ورته ويل کېدل چې پلانکي ولايت سقوط وکړ او يا هم پلاني ولايت سقوط وکړ.
او يا هم ولسمشر دا خبره که دروغ وي او که رښيتا؛ د دې لپاره کړې چې کمپاني شايقين يا رائيه ورکوونکي يې زيات شي،
خو که ولسمشر غني دغه خبره په رښتيني شکل کړې وي نو دی به هغه بې ګوناه افغانان چې په شپنيو وحشي چاپو کې په بې رحمانه توګه وژل کېږي؛ هم په طالبانو حسابوي. که خبره دا وي نو بيا بلکل د ولسمشر غني حساب سم دی. ځکه چې له ډېرې مودې راهيسې ولس د امنيتي ځواکونو او اشغالګرو له لاسه په سخت کړاو کې ژوند تېروي او نه شپه په ارام وي او نه يې هم ورځ په ارام وي.
خو صد افرين؟؟ د ولسمشر په دې سوچ او فکر چې د کمپاين لپاره يې کړی دی او وايي چې په يوه اونۍ کې يې دوه زره طالبان وژلي دي. که دغه حساب د ولسي مرګ ژوبلې وي او ولسمشر يې په طالبانو ورحسابوي، نو بيا ولسمشر د ستايلو؟؟ دی ځکه چې په ولسي مرګ ژوبله کرېډېټ اخلي او يا هم له ولس څخه د ولس وژنې پر افتخار رائيه غواړي.


















