میدان وردګ: طالبان وايي په نظامي قطار بريد کې ۲۹ عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۴، یکشنبه)
د میدان وردګو ولایت په سيداباد ولسوالۍ کې طالبانو د دولتي ځواکونو په نظامي او اکمالاتي کاروان بريدونه کړي چې په وينا يې لسګونه عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د وردګو سيمه ييز چارواکي د طالبانو بريدونه تاييدوي خو د تلفاتو په اړه رسنيو ته له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.
د جګړې ځای ته نږدې سرچينې وايي، طالبانو د شلو په شاوخوا کې عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوی اکمالاتي لارۍ هم تخريب شوي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یاده سیمه کې د جګړې پخلی کړی په وينا يې، د يادې ولسوالۍ مربوط په ملي خيلو، ماشين کلا، پتنګ او سلطانخيلو سیمو کې پر پوځي قطار بريدونه شوي، درې ټانګونه، لس غټ نظامي او دوه اکمالاتي موتر ویجاړ، نهه ويشت عسکر وژل شوي، یو شمير ټپيان دي او د هغوی یو ټانګ او په زیاته اندازه وسلې او مهمات د طالبانو لاسته لويدلي دي.
د یادونې ده، چې پرون ماسپښين هم په پتنګ سیمه کې پر یوه ټانګ چاودنه کې ټانګ ویجاړ او د شپږم کنډک قومندان په شمول شبږ عسکر وژل شوي دي.



